ټولنه او کلتور

په خوست کې د موزيم د ودانۍ نشتون تاريخي اثار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي

د خوست يوشمېر فرهنګپالان او اوسېدونکي اندېښنه ښيي ، چې په دغه ولايت کې د موزيم شاوخوا ۵۰۰ تاريخي او فرهنګي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوه کوټه کې ساتل کېږي، چې د خلکو د لاسوهنې له امله د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي. دوی وايي: تاريخي او فرهنګي آثار د يوه هيواد د تېر تاريخ ښکارندويي کوي او په‌کار ده ،چې د خوست تاريخي آثارو لپاره هم يو مشخص ځای او د موزيم ودانۍ جوړه شي، څو راتلونکو نسلونو ته په امانت پاتې شي. د خوست دوه فرهنګپال نورشاه او رحمان وايي: ((د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په چوکاټ کې ،چې کوم موزيم دی، ۵۰۰ آثار په‌کې ځای پر ځای شوي. همدا اوس په يوه داسې خونه کې ځای پر ځای شوي چې لپاره يې مناسبه نه‌ده. د وخت په تېرېدو سره ښايي دغه آثار ختم شي يا وراسته شي؛ ځکه ځای يې مناسب نه‌دی. بايد مناسبې المارۍ ولري، پراخ ځای وي، تر څو دغه آثار په ښه ډول وساتل شي.)) (( په خوست کې موزيم له ډېرې پخوا راهيسې شته، خو هغه ارزښت او اهميت هومره نه دی ورکړل شوی، څومره چې لازمه وه. بايد هغه ارزښت ورکړل شوی وای؛ ځکه دغه موزيم کې هغه پخواني يا د عصر تېرېدونکي پخواني تاريخي اثار شته، نو دغو تاريخي آثارو ته د ارزښت ورکولو لپاره مهمه ده چې يوه داسې سيمه جوړه شي چې يو خوندي موزيم وي.)) مجسمې، په ګوتو ليکل شوې د قرانکريم نسخې، پنځه کيلوګرامه يو غاښ ،چې ګمان کېږي د ډيناسور به وي او ځينې نور توکي هغه آثار دي، چې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوه کوټه کې ساتل کېږي.په همدې حال کې د خوست موزيم عمومي مدير محمدولي خان وايي: داسې اثار هم ورسره شته چې تاريخي مخينه يې زرګونو کلونو ته رسېږي. دی زياتوي:  (( موږ  يو شمېر مجسمې او نور تاريخي اثار لرو، چې ځينې يې کمه او ځينې يې زياته تاريخي مخينه لري. ځينې داسې مجسمې لرو ،چې زرګونه کلونه، ځينې يې سلګونه کلونه تاريخي مخينه لري. له مجسمو پرته موږ نور تاريخي آثار لرو چې هغه هم زيات تاريخ لري.))د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبيراحمد عثماني بيا ډاډ ورکوي ،چې د موزيم د ودانۍ طرحه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لېږل شوې او له منظورۍ وروسته به يې د موزيم لپاره معياري ودانۍ جوړه شي.نوموړی وايي:  (( د دغه موزيم لپاره مخکې له مخکې د ودانۍ نقشه او ډيزاين برابر شوي. په تېرو څو اوونيو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين راغلي و، هغه هم ويلي، چې دلته به د موزيم لپاره وداني جوړوي. خدای ته هيله ده، چې په راتلونکي کال کې که د افغانستان اسلامي امارت د بوديجې برداشت و، نو بيا به د دغه موزيم لپاره تخنيکي او مسلکي ودانۍ جوړوو.)) د خوست فرهنګپالان او اوسېدونکي غوښتنه کوي ،چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نړيوال بنسټونه بايد د دغه ولايت د موزيم د آثارو د ساتنې تر څنګ، د خوست د ځينو نورو تاريخي او فرهنګي سيمو او ځايونو بيارغونې او ساتنې ته هم پام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button