ټولنه او کلتور

په خوست کې د اوبو لګولو دوې پروژې پيل شوې

د خوست په دوو مختلفو سيمو کې د اړېکو دفتر له لوري د بهرني کليوالي معېشت په چوکاټ کې د اوبو لګولو دوې پروژې پيل شوې ،چې سلګونه کورنۍ به د ځمکو د خړوبولو لپاره ترې ګټه واخلي.په خوست کې د اړيکو ددفتر مسئول محمد علي ځدراڼ وايي: د مرکز ماڼۍ په سيمه کې د ۷۰۰ متره په اوږدوالي سره د يوه کانال د جوړيدو چارې روانې دي ،چې شاوخوا ۸۳۵۸۰ امريکايي ډالره لګښت پرې راځي:(( د ماڼۍ کانال څخه تقربياً ۱۲ سوه کورنۍ ګټه اخلي او د کانال اوږدوالی، چې ۷ سوه متره دی، د کانال بر ۷۰ سانتي متره او جګوالي يې ۸۰ سانتي متره دی. په څلورو مياشتو کې به دا پروژه تکميلېږي.))محمد علي ځدراڼ همدا ډول وايي: د عليشېرو تريزو ولسوالۍ په خادمې سيمه کې هم د ۱۷۸زره او ۴۴۸امريکايي ډالرو په ارزښت د ۱۴۷۵مترو په اوږدوالي سره د يوه کانال د جوړيدو چارې پيل شوې ،چې له بشپړيدو وروسته به يې له ګټې سلګونه کورنۍ برخمنې شي.نوموړي زياته کړه، په دې دواړو پروژو کې د ورځې لسګونه مسلکي او عادي کسان په کار بوخت دي:(( د خادمې کلي کانال ټوله بوديجه ۱۷۸۴۴۸ډالره کېږي، د پروژې د تطبيق موده څلور مياشتې ده. د ورځې له څلوېښتو تر پنځوسو کارګرانو ته د کار زمينه برابره ده.))ورته مهال د خوست د اقتصاد رئيس شهزاده پير وايي: په خوست کې ډېر خلک پر کرنه بوخت دي، نو دا ډول کانالونو او بندونو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.دی زياتوي ،چې دا کانالونه به د مرکز ماڼۍ او خادمې سيمو اوسيدونکو ته د ځمکو خړوبولو په برخه کې آسانتياوې برابرې کړي:(( له نېکه مرغه د مرکز مربوط ماڼۍ کلي کې يو کانال جوړېږي چې ۹۵۰ جريبه ځمکه به خړوبه کړي او همدا شان په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د خادمې کانال دي چې شاوخوا څلور زره جريبه ځمکه به خړوبه کړي.)) د يادونې وړ ده، چې خوست د کرنې لپاره کافي کرنيزې ځمکه لري، خو د منظم اوبه خور سيستم د نشت له کبله پر وخت فصلونو ته اوبه نه رسېږي، چې د بزګرانو حاصلات هم ورسره کمېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button