په خاکجبار ولسوالي کې د امير غازي بند د پاکاري پروژه پرانيستل شوه
د امير غازي بند په کاسه کې د رسوباتو د پاکاري پروژه په رضاکارانه توګه د افغان برکي سوداګريز شرکت له لوري، د منځنۍ کابل سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب، د خاکجبار ولسوال محترم ملا غلام صديق دانش ، د کابل سينديزې حوزې انجنيرانو او د خاکجبار ولسوالي يو شمېر مشرانو په شتون کې پرانيستل شوه.

د منځنۍ کابل سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي تائب د نوموړي پروژې د پرانيستلو په وخت کې د ياد بند اهميت ته په اشارې سره، د هغه پاکاري او ترميم د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا او د اوبو د مديريت په برخه کې يو ارزښتناک او اغېزمن ګام وباله.
همدارنګه د کابل سينديزې حوزې د ساتنې او مراقبت مدير انجنير جاويد احمد د يادې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه، چې مونږ هڅه کوو چې د بند کاسې د پاکاري سره هم مهاله د بند د ترميم او بيارغونې په برخه کې هم فعاليتونه پيل شي.
په ورته مهال، د خاکجبار ولسوال ملا غلام صديق دانش او د نوموړي ولسوالي يو تن قومي مشر د بند د اهميت په هکله خبرې وکړې او د پروژې د پلي کولو په برخه کې د سيمه ييزو مسٶلينو او خلکو د همکاري ډاډ ورکړ.
د يادونې وړده، چې د امير غازي بند په خاکجبار ولسوالي کې موقعيت لري؛ چې تر پاکاري ، ترميم او بيا فعالولو سره يې 1.2 ميليونه متره مکعب اوبه ذخيره کېږي او دوه زره هکتاره کرنيزه ځمکه به تر اوبو لګولو لاندې راشي چې د بت خاک په ساحه کې به 10 زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.