ټولنه او کلتور

په جوزجان کې د ١١٠ ښوونځيو ودانۍ بيا رغول کېږي

‎د جوزجان د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د ١١٠ ښوونځيو ودانۍ بيا رغول کېږي.‎د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد طاهر جواد قوش تېپې او درزاب ولسواليو ته د سفر پرمهال له بېلابېلو ښوونځيو څخه د ليدنې پرمهال وويل، چې د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د ٣٧٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ١١٠ ښوونځيو ودانۍ بيا رغول کېږي، چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د ودانۍ د نشتوالي ستونزه ٧٠ سلنه حل شي.‎مولوي جواد زياته کړه، چې تېرو شل کلنو جګړو په دغه ولايت کې د ښوونځيو ډېري ودانۍ ويجاړې کړي، چې اوسمهال يې د بيارغولو لپاره هڅې پيل شوې دي.‎نوموړي د يادې پروژې چارې د درزاب ولسوالۍ په بي بي مريم سيمه کې د پټۍ په پرېکولو سره پيل کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button