
په جلال آباد کې د قيام الدين خادم ښارګوټی پرانيستل شو
د جلال آباد ښاروالۍ او په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون له لوري د اتمې ناحيې اړند په بهراباد سيمه کې د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د قيام الدين خادم په نامه نوي ښارګوټي کې د ۵۰۰ استوګنيزو نمرو د وېشلو لړۍ پيل شوه.د جلال آباد ښاروال مولوي نعمت الله اخند وايي: دوی هڅه کوي چې په دغه ښارګوټي کې ښوونکو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي.اخند زياتوي: (( هغه استادان چې اسناد لري، هغوی ته نن د بهراباد په سيمه کې د نمرو د وېش پروسه پيل شوه، پنځه سوه استادانو ته به د کور جوړولو نمرې ورکړل شي او د ښاروالۍ اړوند ټولې چارې به موږ تر خپلو امکاناتو ترسره کړو.))په ورته مهال د پوهنتون استادان د نمرو د ورکړې له کبله خوښي څرګندوي او د يو شمېر پرتو ستونزو ترڅنګ د دغه ښارګوتي د ځينو برخو له غصب څخه د خلاصون غوښتنه هم کوي.د ننګرهار پوهنتون دوه استادان اجمل پوپلزي او پوهاند احمد ګل واثق وايي.پوپلزي: ((څومره چې د پوهنتون استادانو کورونه نږدې وي، نو هغوی کولای شي چې د خپلې استادۍ چارې په وخت ترسره کړي او هم به په خپل وخت علمي چارو ته رسېده ګي وکړي؛ نوموږ زيات خوشحاله يو چې استادانو ته نمرې ورکړل شوې.))واثق: (( د پوهنتون زياتره ځمکې غصب شوي، نو اوسني حکومت ته په کار ده، چې بايد د پوهنتون اړوند ټولې ځمکې له غصبه خلاصې کړي او پوهنتون ته يې په واک کې ورکړي.))بله خوا، د ننګرهار مستوفي او په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي دکمېسيون مشر مولوي محمد فارق پشهيي وايې: په دغه ښارګوتي، پوهنتون او ولايت کې يې د دولتي غصب شويو ځمکو د راګرځولو لړۍ پيل کړې ده.نوموړي ډاډ ورکوي پر بوهنتون سربېره به دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې له غصبه راوګرځوي او له غاصبينو سره به يې حساب وکړي.پشه يي زياتوي: (( حکومت په دې هڅه کې دی، چې ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې کړي او له غاصبينو سره به حساب وکړي او اوسني نمرې چې استادانو ته ورکړل شوي ټولو استادانو ته قانوني اسناد ورکول کېږي او هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د اسلامي امارت په وړاندې خنډ جوړ کړي.))د ځمکو دغصب دمخنيوی کمېسيون وايي: په دغه ولايت کې ۴۰۰ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې تراوسه يې څه د پاسه سل زره جريبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.د کمېسيون د معلوماتو له مخې ددې ولايت زياتره ځمکې د تېر نظام د چارواکو او حاکمانو له لوري غصب شوې ، چې دوی به يې له تثبيت ورورسته عاملين د حساب لپاره راوغواړي.