سیاست

په تهران کې د افغانستان سفارت او استانبول کې افغان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شو

د بهرنيو چارو وزارت وايي: د پرون دوشنبه په ايران کې د افغانستان د سفارت واګي په رسمي توګه افغان ډيپلوماټانو ته وسپارل شوې.د دغه وزارت د وياند مرستيال ضيااحمد تکل رسنيو ته په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې د سفارت د واګي ترلاسه کولو لپاره د ياد سفارت د نوي شارژدافير مولوي فضل محمد حقاني په مشرۍ د ديپلوماتانو يوه ډله ايران ته تللې او په تهران کې به د افغانستان د سفارت چارې سمبالوي.تکل زياتوي ،چې د بهرنيو چارو وزارت، اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل د ايران او افغانستان په دوه اړخيزو اړيکو کې مهم او مرستندوي ګام بولي:((د دې لپاره چې په ايران کې د مېشتو هېوادوالو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې ځنډ او خنډ رامنځته نه شي، د بهرنيو چارو وزارت پرون سهار د مجربو ديپلوماتانو اووه کسيزه ټيم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستاوه، څو د نوي شارژدافير ترڅنګ خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.))کارپوهان دې کار ته له نړۍ سره د افغانستان په اړيکو کې د يو پرمختګ په سترګه ګوري.د سياسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي، د نړيوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ که په يوه جغرافيه کې يو نظام وي او امنيت يې هم ټينګ کړي وي، بايد د يوه نظام په توګه په رسميت وپېژندل شي.نوموړی وايي: افغان حکومت ټول معيارونه پوره کړي او نړيوالو ته نوره هېڅ پلمه نه ده پاتې ،چې افغان حکومت په رسميت ونه پېژني:((د نړيوالو قوانينو پر بنسټ په ايران کې د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل، دا د افغان حکومت حق دی، مخکني نظام نه جغرافيه لري، نه پر افغانستان حاکميت لري او نه هم د افغانستان استازيتوب کولای شي.))د سياسي چارو شنونکي عزيز ستانکزی وايي: اسلامي امارت ته د دغه سفارت سپارل له نړيوالو سره د اړيکو ټينګولو يوه ښه وسيله ده او کولای شي ،چې د افغان حکومت په رسميت پېژندلو لپاره هم لاره هواره کړي:(( دا يو ښه اقدام دی، دا به زمينه برابره کړي ،چې دوی نور هم خپل مناسبات ټينګ کړي، دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو ليدنو او کتنو ته هم زمينه برابره کړي، دا يو پل او يوه رابطه ده، چې رامنځته شوې ده.))دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت د ځينو ګاونډيو هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونو لکه پاکستان او روسيې ته خپل ډيپلوماټان لېږلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button