اعلاميې

په ترکيه او سوريه کې د وروستۍ زلزلې په اړه د اسلامي امارت د غمشريکۍ پيغام

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په ترکيه او سوريه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې په کې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او همداراز ډېر مالي زيان يې هم اړولی، له خپلو  مسلمانو وروڼو هيوادونو او ولسونو سره د افغان ولس او حکومت په استازيتوب ژوره غمشريکي ښيي.

د دغې دردوونکې پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې او کاملې روغتيا دعا کوو. اسلامي امارت په دې درد او غم کې له خپلو مسلمانو وروڼو او خويندو سره ځان شريک بولي.پر اسلامي هيوادونو او نړيوالو مرستندويو ادارو غږ کوو چې د دغې زلزلې له قربانيانو سره د انساني خواخوږۍ له مخې پر وخت مرستې ته ودانګي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button