اقتصاد

په تخار کې د جوی شيخ کانال د ګبيوني تحکيماتو پروژه پرانيستل شوه

په تخار ولايت کې د جوي شيخ کانال د ګبيوني تحکيماتو پروژه د څلور سوه يو څلويښت زره (۴۴۱۰۰۰) امريکايي ډالرو په ارزښت د تالقانو دسينديزې فرعي حوزې درئيس مولانا صبغت الله قانع، د ولايت مقام داستازي او د FAO دفتر د مسئول په شتون کې پرانيستل شوه.د يادولو وړ ده چې ياده پروژه د FAO دفتر په مالي ملاتړ د تالقانو سينديزې فرعي حوزې دتخنيکي انجنيرانو په همکاري ترسره کېږي، چې ګڼ شمير هېوادوالو ته په کې د کار زمينه چمتو کېږي.همدارنګه ددې پروژې په بشپړيدو سره به ۲۳۰۰ جريبه ځمکه خړوبه او سلګونه جريبه ځمکه به د سېلاب له خطر څخه وژغورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button