اقتصاد

په تخار ولایت کې د سردشت کانال د جوړولو چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولانا صبغت الله قانع د یاد ریاست د یو شمېر مسؤلینو او د (SFI ) دفتر د تخنیکي ټیم په ملتیا د تخار ولایت په ورسج ولسوالي کې د سردشت کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې د نهه ویشت میلیونه، یو سلو پنځه نوې زره ، شپږسوه او څلور دیرش افغانیو(۲۹۱۹۵۶۳۴) په ارزښت د (WFP) په مالي ملاتړ د تالقان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې یې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

په نوموړي پروژه کې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د سلګونو کورنیو د څښاک او کرنېزو اوبو ستونزه هواره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button