اقتصاد

په تخار ولایت کې د آمو سیند غاړو د تحکمیاتو پروژه پیل شوه

د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالي د آی خانم بندر په صفري  نقطې کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی، د لاندې پنج سینیدیزې فرعی حوزې رئيس ښاغلي انجنیر عبدالواحد رجب او د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یادې پروژې په پرانیست غوڼده کې د دې پروژې د چارو پر چټکتیا او کیفیت باندې ټینګار وکړ او په یاد ولایت کې د آمو سیند له اوبو څخه په زیانمنیدونکو سا حو کې د عملي چارو له پيل څخه ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې هم د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button