
په بلخ ولایت کې د پولیسو ښونیز او روزنيز مرکز قوماندانۍ څخه ۷۲ تنه ساتونکي له یوه میاشتینۍ زده کړو څخه فارغ شول.
په دغه فراغت غوڼډه کې د چاهی او دولت آباد ولسوالیو مسؤلینو، د بلخ ولايت تعلیمي مرکز قوماندان مولوي فضل الرحمن نصرت ، د 209 الفتح قول اردو ښوونیز او روزنیز مسؤول مولوي عبدالله عمری او گڼ شمیر مجاهدینو ګډون درلود.
په دغه فراغت غوڼډه کې د چاهی او دولت آباد ولسوالیو مسؤلینو، د بلخ ولايت تعلیمي مرکز قوماندان مولوي فضل الرحمن نصرت ، د 209 الفتح قول اردو ښوونیز او روزنیز مسؤول مولوي عبدالله عمری او گڼ شمیر مجاهدینو ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولایت د ښوونیز او روزنیز مرکز قومندان مولوي فضل الرحمن نصرت پداسې حال کې چې ټولو فارغ شویو ځواکنو ته مبارکي ورکړه او وویل : چې د تعلیمي مراکزو تعليمات د بیلابیلو منظور شویو ښوونیز پلانونو په په تړاو دوام لري چې په تیر یو کال کې په زرګونو ساتونکي مجاهدین له لنډ محاله او شپږ اونیزو کورسونو څخه فارغ او په امنیتي څانګو کې په دندو ګمارل شوې او لاهم د تعلیمات لړۍ په منظم ډول دوام لري.
ښاغلي نصرت فارغ شویو ځواکونو ته په خطاب وویل چې یواځې په همدې زده کړو بساینه مه کړئ کوښښ وکړئ چې د هیواد په کچه وځلېږئ تر څو وکولائ شئ چې نورو کسانو ته مسلکي او نظامي زده کړه ورکړي او ټولو ته یې حطاب وکړ چې د زړه له کومې هیوادوالو ته خدمت وکړئ.
همدارنګه د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه فارغ شویو زده کوونکو خوښې څرګنده کړه او وویل چې هېواد ته به د زړه له کومې خدمت وکړو او د اسلامي ا. څخه یې وغوښتل چې د زده کړو په برخه کې دی امنيتي ځواکونو ته لا اسانتیاوې برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه لړۍ به لا هم دوام لري تر څو امنيتي ځواکونه په مسلکي ډول وروزل شي همدارنګه د غونډې په پای کې ټولو فارغ شویو کسانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
چهارشنبه ۱٩ دلو ۱۴۰۱ خورشیدی