اقتصاد

په بغلان کې د تېلو يوه زېرمه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د ماليې وزارت سرپرست ملا هدايت الله بدري بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۱۰۲ ميليونو افغانيو په لګښت د پلخمري ښار په بوغابي سيمه کې د ۳۰۰ ټنه تېلو دزېرمې او د يوه پمپ سټېشن پرانيسته وکړه.د دغې زېرمې د پرانيستلو پرمهال ملا هدايت الله بدري د فابريکو د فعالولو او خلکو ته د کاري چاپېريال د رامنځته کولو په برخه کې د حکومت د ژمنتيا ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د افغانستان د ګازو ۸۰ سلنه اړتيا د سرپل د قشقرې له کان څخه پوره شي.ورته مهال د بغلان والي مولوي سمېع الله حزب الله وويل، چې په پخوانۍ اداره کې هر څوک د خپلو شخصي ګټو په فکر کې وو او د خلکو لپاره يې کوم اغېزمن کار نه دی کړی.په همدې حال کې د نفتي توکو عمومي رئيس انجنير نصيراحمد رحيمي د دغې زېرمې پرانيستل د دولت د عوايدو د زياتوالي او د بيو د کنټرول په برخه کې ډېر مهم وبلل او ويې ويل، چې دغه زېرمه د ۱۰۲ ميليونو افغانيو په لګښت د دولت له بودجې جوړه شوې ده.د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بغلان کې د تېلو يوه زېرمه جوړه شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button