
په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق
انساني تمدن له دوو ډېرو مهمو مسئلو پورې اړوند دی او دا مسئلې ډېرې پېچلې او له ټولو زياتې مخته راځي. د انسان برياوې او پرمختګ د همدې مسئلو پرصحيح او متوازن حل پورې تړلې دي. دا هغه موضوعات دي چې د هغې د حلولو په خاطر له پخوا زمانې تر اوسه پورې د نړۍ پوهان او عاقلان سرګردانه دي.
لومړۍ برخه
ژباړه – شريفه نرګس
انساني تمدن له دوو ډېرو مهمو مسئلو پورې اړوند دی او دا مسئلې ډېرې پېچلې او له ټولو زياتې مخته راځي. د انسان برياوې او پرمختګ د همدې مسئلو پرصحيح او متوازن حل پورې تړلې دي. دا هغه موضوعات دي چې د هغې د حلولو په خاطر له پخوا زمانې تر اوسه پورې د نړۍ پوهان او عاقلان سرګردانه دي.
لومړۍ موضوع په ټولنيز ژوند که د ښځينه او نارينه وو تر منځ اړيکې دي، چې څه ډول بايد پيوند کړل شي؟ ځکه چې همدا اړيکې د تمدن د بنسټ تيږه داده اوکه د دې اړيکو په پيوند کولو کې لږ څه کمښت او يا کوږوالی راشي،نو ترپايه به د تمدن ماڼۍ کږه خيژي.
دوهمه مضوع د وګړو او ټولنې تر منځ اړيکې دي چې که په تناسب يې لږ څه نا انډولي را پيدا شي نو له پيړيو پورې به انسايت د هغې ترخې پايلې ګالي.
يوه اړخ ته د دې دواړو موضوعاتو اهميت او بل اړخ ته د هغوی نغښتې دومره پييل شوې چې د پوهېدو لپاره يې د فطرت په ټولو حقايقو د نظرحاوې کېدو ته اړتيا ليدل کېږي او ترهغې چې د فطرت په ټولو حقايقو د چا نظر په پوره توګه حاوي نه وي نو هغه به د دې موضعاتو له حل نه هم عاجز وي.
دا خبره رښتيا ده چې انسان ځانته يوه نړۍ ده. (( عالم اصغر)) د هغه د جسم جوړښت، د هغې د نفس ترکيب د هغه ځواکمنتوب او پوهنه،د هغه غوښتنې، اړتياوې، جذبې او احساسات او له خپل وجوده بيرون له بې شمېره شيانو سره د هغه فعلي او انفعالي اړيکې او… دا ټول شيان يوه نړۍ ده چې په خپل ځان کې يوه بله نړۍ لري.انسان ترهغې په پوره توګه نه شي پېژندل کېدای،چې د دې نړۍ يوه يوه څنډه د سترګو په وړاندې روښانه نه شي. همدا راز انساني مسائل هم ترهغې نه شي حل کېدای ترڅو چې په خپله انسان په پوره توګه ونه پېژندل شي. دا هغه نغښتې مسايل دي چې د پوهې او حکمت د ټولو هڅو اوهاند ترڅنګ د هماغه لومړۍ ورځې څخه تراوسه شتون لري، تراوسه د دې نړۍ ټول حقايق د انسان تر مخ نه دي څرګند شوي.په انساني علومو کې هېڅ داسې علم نه شته چې دکمال تراخري پوړۍ پورې رسېدلي وي. يا په بل عبارت د هېڅ علم په هکله دا ادعا نه شي کيدای چې ټول هغه حقيقتونه چې د دې علم پورې اړه لري، د علم دغې څانګې په خپل ځان کې راټول کړې دي. مګر هغه حقايق چې په پوره رڼاکې را پيدا کېږي د هغې د پراختيا او باريکيو حال دا دی چې د هېڅ انسان يا انساني ډلې نظر پرې په يوه وخت کې نه شي حاوي کيدای، کله يې چې يو اړخ مخې ته راځي بل اړخ يې تياره پاتې کېږي ، کله نظر لنډون کوي اوکله ځانګړي تمايلات پرې غالبېږي . د همدغې دوه ګونې کمزورتيا له مخې انسان د خپل ژوندانه د دغو مسائلو د حلولو لپاره څومره تدبيرونه په کار اچوي،له ناکامۍ سره مخ کېږي او بالاخره تجربه د هغه زيانونه را برسيره کوي . سم حل هماغه وخت شونی دی چې د عدل اوانصاف نقطه ترلاسه شي او د عدل اوانصاف نقطه له هغه وخته پورې نه شي ترلاسه کيدای،چې ټول حقايق نه وي را برسيره شوي او يا لږه ترلږه د څرګندو حقايقو ټول اړخونه يو ډول تر نظرلاندې نه وي راغلي،خو چېرې چې دکتنې اونظر پراختيا دومره زياته وي چې ليد او نظر په هغه نه شي حاوي کېدای او ترڅنګ يې د هغه غوښتنې او د هغه رغبت ،کرکه او ميلان دومره ځواکمن وي چې له ښکاره شويو په خپله سترګې واړوي،نو بيا به هلته دعدل نقطه څنګه تر لاسه کړای شي؟ هلته خو چې حل هم را پيدا کېږي له افراط او تفريطه به خالي نه وي.
د هغو دوو موضوعاتو يادونه مو چې وکړه،له هغوی يوازې لومړۍ موضوع اوس زموږ د بحث او څېړنې لپاره ټاکل شوې،کله چې په دې هکله موږ تاريخ ته وګورو هلته د افراط او تفريط ترمنځ دکشمکش يوه عجيبه لړۍ ترسترګو کېږي . يو اړخ ته وينو چې هماغه ښځه چې د مور په حيث انسان زېږوي او هماغه ښځه چې د ژوند په ټولو لوړو ژوروکې د ماندينې په څېر د نارينه د خورا غوره ملګرې په توګه ژوند کوي، د يوې مزدورې او وينځې په مرتبه کې ايښودل شوې. هغه اخيستل يا پلورل کېږي، هغه ملکيت او وراثت له ټولو حقوقو بې برخې کړای شوی،هغه د ګناه او ذلت مجسمه ګڼل کېږي او د هغې د شخصيت د را پورته کولو او ودې لپاره هېڅ موقع او فرصت نه ورکول کېږي.
له بل پلوه وينو چې همدې ښځې ته په داسې توګه رشد او نمو ورکول کېږي چې د بد اخلاقۍ او بدنظمۍ طوفان ورسره را پورته کېږي له هغې د حيواني غوښتنو او جنسي غريزو د اشباع لپاره د لوبو آله جوړول کېږي،له هغې څخه يې په رښتينې توګه د شيطان او شيطانت يو عنصر جوړ کړی چې په غوړېدو يې د انسانيت د پريوتو او سقوط لړۍ پيلېږي.
دغه دواړه خواوې موږ يوازې په نظري توګه د افراط او تفريط په نومونو نه شو نومولی، بلکې د هغو ترخو حقايقو له مخې چې سوداګري يې د ريکارډ په څېر موږ ته رامخې ته کوي، د اخلاقو په ژبه يو ته د افراط او بل ته د تفريط نوم ورکوو ، هغه تاريخي شاليد چې موږ ورته ګوته نيسو موږ ته را په ډاګه کوي چې کله هم ولس د وحشت له دورې د تهذيب او پوهې لوري ته راوځي،نو د هغوی ښځې د خدمتګارانو او وينځو په څېر د هغوی له نارينه وو سره يوځای موجودې وي، په لومړيو وختونو کې دکليوالې ځواکمنۍ د زور له مخې هغوې مخته ځي،خو کله چې د تمدنې پرمختګ ځانګړي منزل ته رسېږي،نو هغوی ته په ډاګه کېږي چې په تورو تروږميو کې د خپلې پوره نيمي برخې د پرېښودو له امله نور مخته نه شي تللای.
هغوی ته د خپل پرمختګ آثار او نښې ولاړې برېښي او د پرمختګ د اړتياوو احساس هغوی مجبوروي چې دغه نيمه برخه هم د همغه لمړنۍ نيمې برخې سره يو ځای د تګ وړ وګرځوي،خوکله چې هغه د دغه زيان جبرانول پيل کړي،نو يوازې د هغې په پوره کولو بسنه نه کوي او نور هم مخته ځي. آن تر دې چې د ښځې له آزادۍ څخه دکورني جوړښت (( چې د تمدن او اساس دی)) په بل مخ واړوي د ښځو او نارينه وو له اختلاط او ګډونه د فحاشۍ او بداخلاقۍ سيلاب په څپو شي، شهوانيت او عيش د ټول ولس اخلاق له بربادۍ سره مخ کړي،د دې اخلاقي تنزل سره يوځای د ذهني ،جسماني او مادي قوتونو تنزل هم په لازمه توګه را برسره کېږي چې پاې يې د هلاکت او بربادۍ پرته نور څه نه دي.