مقالې او تبصرې

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

اتمه برخه

ذهني غلامي: د همدې کړکيچن حالت په وخت کې د غربي لباس، غربي ټولنيزو اړيکو، د غربي دودونو او لارو چارو خپلول پيل شول،آن تر دې چې په خبرو اترو کې به هم د غربي ټولنې نکل او پېښې کېدې. په غربي قالبونو کې د اسلامي ټولنې د اور اچولو هڅې ګړندۍ شوې. پرته له پوهې او درک نه، الحاد، دهريت او ماده پالنه د يوه فيشن او رواج په څېر خپله کړای شوه. هر خام يا پوخ فکر به چې له غربه راته هغه په پټو سترګو منل او په خپلو علمي غونډو کې هغه د بحث او څېړنې لاندې نيول د يوه روڼ اندي لپاره اړين ګڼل کېده. شراب، جواري لاټرۍ، ګډې څغاستې، تياتر، ډانس، نڅاوې او سرود د غربي ټولنې نورو ثمراتو سره لاس په لاس اخيستل کېده. د اخلاقو، ټولنيزو اړيکو، اقتصاد، سياست، قانون او آن تر دې چې د مذهب، عقايدو او عباداتو اړوند ټولې غربي تګلارې منل کېدې او داسې برېښېدې چې ګويا له اسمانه راښکته شوې وحې ده،چې د هغې پر وړاندې له درېدو او منلو پرته بله کومه لاره نشته. د اسلامي تاريخ  پېښو، د اسلامي شريعت د احکامو او د قران او سُنتو له ارشاداتو به چې په کوم اصل د اسلام قسم خوړلو دښمنانو نيوکه کوله او د نفرت په سترګو به يې ورته کتل،هغو مسلمانانو هم د شرم احساسول پيل کړل او هڅه يې پيل کړه چې د اسلام له لمنې  دا داغ په څه توګه پرېمنځي د نمونې په توګه غربيانو په ((جهاد)) نيوکې پيل کړې،نو دوی وويل چې موږ چېرې او جهاد چېرې.؟ هغوی د غلامانو او مينځو د ساتلو په دود نيوکه وکړه دوی وويل چې دا دستور د اسلام له مخې بلکل ناروا ده. هغوی له يوه په ډېرو ودونو نيوکه وکړه،نو مسلمانانو يې په تقليد د قرانکريم په يوه ايت د نسخ خط راکش کړ، غربيان وويل چې د ښځې او نارينه وو ترمنځ مکمله برابري په کار ده، دوی وويل چې دا خو زموږ دين دی. هغوی د نکاح او اخلاقو په قوانينو نيوکې وکړې، دوی په هغو کې د بدلون راوستلو عمل پيل کړ.

د حجاب د مسئلې پيل: د مسلمانانو په تاريخ کې دا له شرمه ډکه دوره ده. همدغه دوره ده چې پر همدې مسئلې بحث پيل شو. که چېرې پوښتنه يوازې همدومره وای چې په اسلام کې د ښځې د آزادۍ لپاره څومره حدود ټاکل شوي،نو ځواب به يې هم دومره ستونزمن نه وي لکه څومره اختلاف چې په دې مسئله کې ليدل کېږي. هغه يوازې د مخ او لاسونو د ښکاره کولو د جواز او نه جواز پورې اړه لري او دا دومره ډېره د اختلاف وړ موضوع نه ده،خو په اصل کې دلته خبره بله ده ځکه چې مسلمانانو کې دا مسئله په دې خاطر را پيدا شوې چې اروپايانو پردې او نقاب ته په کرکه کتلي او په خپلو ليکنو کې يې د هغې ډېر خراب او بد انځور ښکلې او د اسلام د عيبونو په لړليک کې يې د ((ښځې بندي کولو)) ته ځانګړی ځای ورکړی. اوس څنګه ممکنه وه چې مسلمانانو د خپل دود او دستور مطابق په دې کار د شرم احساس نه و، کړی. په دې اساس هغه څه چې غربيانو د جهاد، د غلامانو د ساتلو په دود دستور او يا د ښځو د شمېر او يا داسې د نورو مسائلو په هکله ترسره کړی و،نو همغسې يې د حجاب د مسئلې سره هم وکړل. د قرآن، احاديثو او مجتهدينو کتابونه يې په دې موخه پاڼه پاڼه وا ړوله ترڅو وويني چې هلته په دې هکله څه اختلافي شيان پيداکېږي او که نه؟

ښکاره ده چې ځينې علماوو د لاسونو او مخ د ښکاره کولو اجازه ورکړې ده دا هم په ډاګه شوه چې ښځه د خپلو ورځنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره له کوره وتلای شي او دا هم په ډاګه شوه چې د جنګ په ډګر کې په زخميانو پټۍ لګولی شي او هم مجاهدينو ته اوبه ور وړلی شي. مسجدونو ته د لمانځه د اداء کولو لپاره او هم د پوهې او زده کړې او يا درس او تدريس په خاطر د تللو اجازه هم ورته شتون لري. بس همدومره موادو ورته بسنه کوله چې ووايي اسلام ښځې ته پوره ازادي ورکړې پرده او حجاب يوازې يو جاهلانه رسم او رواج دی کوم چې تياره ذهنو او تنګ آندو مسلمانانو د لمړيو پيړيو راهيسې خپل کړي. قران او حديث د حجاب له حکمه خالي دي او خالي ذهنو مسلمانانو ته يې په دماغو کې دا خبره کېنوله چې قرآن او حديث يوازې د شرم او حيا اخلاقي ښوونه او روزنه کوي او داسې کوم چوکاټ په کې شتون نه لري چې د ښځې په تګ او راتګ بنديز ولګوي.

شريفه نرګس

له ځينو تاريخي او ديني مراجعو په نقل

نور بيا ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button