مقالې او تبصرې

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

مسيحي اروپا : د غربي نړۍ د دې اخلاقي زوال د مخنيوي په موخه مسيحيت ډګر ته را ودانګل چې په لومړيو کې يې په زړه پورې خدمت ترسره کړ. د فواحشو مخنيوی يې وکړ. لوڅوالی او بربنډتوب يې د ژوندانه له ټولو څانګو وويست، د غير اخلاقي اړيکو د مخنيوي لپاره يې تدبيرونه جوړ کړل، عصمت پلورونکو، سندرغاړو،ښځو او صنفي اړيکو په هکله چې مسيحي مشرانو کوم ليد درلود،نو هغه له انتهاء غوښتنې هم اخوا و او په حقيقت کې د انساني فطرت پر خلاف د جنګ پيلامه وه. د هغوی بنسټيز آن داو چې ښځه د ګناه مور او د بديو جرړې او ريښې دي. د نارينه وو لپاره د ګناه په لور د تګ او دوزخ دروازه ده، د ټولو انساني مصيبتونو پيلامه له همدې پيلېږي. د هغې ښځينه حيثيت پخپله د هغې د شرم لپاره بسنه کوي. هغه بايد په خپل حسن باندې وشرمېږي او دا ځکه چې هغه د شيطان له خوا د سړيو د بېلارې کولو ستره وسيله ده،هغه بايد ټول عمر په کفاره ورکولو کې تېر کړي ځکه چې هغې په نړۍ او نړيوالو لعنت او مصيبت راوړی.

څلورمه برخه

مسيحي اروپا : د غربي نړۍ د دې اخلاقي زوال د مخنيوي په موخه مسيحيت ډګر ته را ودانګل چې په لومړيو کې يې په زړه پورې خدمت ترسره کړ. د فواحشو مخنيوی يې وکړ. لوڅوالی او بربنډتوب يې د ژوندانه له ټولو څانګو وويست، د غير اخلاقي اړيکو د مخنيوي لپاره يې تدبيرونه جوړ کړل، عصمت پلورونکو، سندرغاړو،ښځو او صنفي اړيکو په هکله چې مسيحي مشرانو کوم ليد درلود،نو هغه له انتهاء غوښتنې هم اخوا و او په حقيقت کې د انساني فطرت پر خلاف د جنګ پيلامه وه. د هغوی بنسټيز آن داو چې ښځه د ګناه مور او د بديو جرړې او ريښې دي. د نارينه وو لپاره د ګناه په لور د تګ او دوزخ دروازه ده، د ټولو انساني مصيبتونو پيلامه له همدې پيلېږي. د هغې ښځينه حيثيت پخپله د هغې د شرم لپاره بسنه کوي. هغه بايد په خپل حسن باندې وشرمېږي او دا ځکه چې هغه د شيطان له خوا د سړيو د بېلارې کولو ستره وسيله ده،هغه بايد ټول عمر په کفاره ورکولو کې تېر کړي ځکه چې هغې په نړۍ او نړيوالو لعنت او مصيبت راوړی.

((ټرټوليان Tertulian)) چې د مسيحي دين له لومړيو امامانو و د ښځې په هکله د مسيحي آن ژباړنه په دې الفاظو سره کوي: هغه د شيطان د راتلو دروازه ده، هغه د منه کړل شوې ونې په لور وړونکې ده د ((الله ج د قانون ماتوونکې او د هغه ج د انځور نارينه)) لوټونکې ده.

يادونه: د دې مسيحي امام اشاره به له منه کړل شوې ونې په جنت کې د غنم بوټې ته ورته وه چې ادام عليه السلام ترې الله ج منعه کړی و چې نه به ورنېږدې کېږئ او د الله ج انځور ادم عليه السلام ښيي چې الله تعالی پيدا کړل بيا شيطان لغزش ورکړ او په جنت کې د دوامدارې استوګنې په تمه يې د غنم دانه پرې وخوړه او الله ج ادم عليه السلام او د انسانانو مور بي بي حوا (رض) له جنت و ايستل او دنيا ته يې راولېږل ))

((کراې سو سټم)) چې د مسيحيت له سترو امامانو ګڼل کېږي د ښځې په هکله وايي چې: ښځه يوه نه غوښتونکې بدي، يوه پيدا يښتي وسوسه، يو خوندور افت، يوه کورنۍ خطره، يو غارت کوونکې زړه وړونکې او ښايسته مصيبت دی.

په بل آن دادې چې د نارينه او ښځې ترمنځ اړيکې، که هغه د نکاح په بڼه هم وي په خپل ځای يو ناولې او د نيوکې وړ دي. د اخلاقو دا را هبانه ليد د پخوا نه د اشراقي فلسفې يا((Neo-platonism)) تر اغېزې لاندې په غربي نړۍ کې خپلې ريښې ټينګولې؛ خو د مسيحيت په راتګ سره هغه خپل حد ته ورسېدلې.

ور پسې تجرد او پيغلتوب د اخلاقو معيار وګرځېد،خو د واده ژوند د اخلاقو له اړخه پست او ذليل. خلکو له واده نه ځان ساتل تقوي، تقدس او د لوړو اخلاقو علامه ګڼله. د پاک ژوند د تېرولو لپاره دا اړينه ګڼل کېده چې يا خو بايد يو څوک بلکل واده ونه کړي او که نکاح يې کړې هم وي نو خاوند او ښځه دې يو له بل سره د ښځې او مېړه په څېر اړيکې نه ساتي. په ډېرو مذهبي غونډو کې دا قوانين جوړ کړل شول چې د ((کليسا)) مسؤلين بايد له خپلو ښځو سره په ځانته ځايونو کې و نه ګوري. د خاوند او ښځې ترمنځ لېده کاته بايد په يوه داسې آزاد ځاې کې ترسره شي چې هلته د کليساګانو دوه درې راهبان شتون ولري. د ازدواجي اړيکو د ناولتوب فکر به د عيسويانو په زړونو کې له بېلا بېلو لارو ور ترزيق کېده. د مثال په توګه يوه قاعده داوه چې په کومه ورځ چې به په کليسا کې کومه مذهبي مېله جوړېده نو هغه مېړه او ښځې ته به په کې د ګډون اجازه نه ورکول کېده چې ګډ به اوسېدل ځکه دوی به يې ناولي ګڼل او داسې به برېښيده چې ګويا هغوی کومه ستره ګناه کړې وي او له دې ګناه وروسته هغوی په کومې مقدسې مېلې کې د برخې اخيستلو حق او وړتيا نه لري. دغه خود سري راهبانه آن ټولې کورنۍ اړيکې ((ان د مور او زوی ترمنځ اړيکې)) ترخه او پيچلي کړل. او ټولې هغه خپلوئ چې د نکاح په پايلو کې رامنځته شوې وې ګناه وګڼل شوې. دغه دواړو آندونو نه يوازې د ښځې اخلاقي او ټولنيز حيثيت له حده زيات را وغورځاوه، بلکې مدني قوانين يې دومره اغېرمن کړل چې له يوه پلوه ازدواجي ژوند د ښځو او نارينه وو لپاره يو مصيبت وګرځېد او د بل پلوه په ټولنه کې د ښځې حيثيت او مرتبه په هر اړخيز ډول را پرېوته.

د اقتصادي اړخه يې ښځه بلکل بې واکه کړه  او د مينځي په ډول يې د نارينه وو په ولکه کې وغورځوله.

د ميراث په برخه کې يې د هغې حقوق ختم کړل او په ملکيت کې يې له هغې نه نور ډېر څه هم واخيستل. ان تر دې چې ښځو د خپلو لاسونو په ګټو هم واک نه درلود،بلکې د هغې د هر څه مالک د هغې خاوند وګرځېد.

د طلاق او خلع حقوق هم ترې واخيستل شول او په دې هکله ورته د رجوع کولو اجازه نه وه، هر څومره اختلافات به چې د ښځې او مېړه ترمنځ را پيدا کېدل او يا به که څه هم کورنی ژوند د اختلافاتو په پايلو کې د دوزخ په څېر سوزېدونکی و، خو د مذهب له مخې هغوی په يو ځای ژوند کولو مجبور وو. په ځينو ډېرو ناببره حالاتو کې يواځې دومره لاره پيدا کېده چې د ښځې او خاوند ترمنځ بېلتون يواځې له يو او بله په جدا اوسېدو  منتج شي. له دې ډول بېلتون وروسته د هغوی دواړو يوه ته هم د بلې نکاح اجازه نه وه او دا حالت له پخواني حالته هم بدتر و. چې يا خو به دواړه ټول عمر راهب او راهبه شي او يا خپل پاتې عمر د غير اخلاقي کړنو په ترسره کولو کې تېر کړي. د خاوند له مړينې وروسته او يا د ښځې له مړينې وروسته بله نکاح عيب ګڼل کېده، مسيحي علماوو به ويل چې دا يوازې او يوازې د حيواني غوښتنو بنده ګي ده. د هغوی په ژبه دغه کار ته ((مهذبه غير اخلاقي کړنه)) ويل کېده. په عامو ملکي قوانينو کې په ځينو ځايونو کې هغه ته له يوه مخې اجازه هم نه ورکول کېده،خو په کومو ځايو کې چې قانون اجازه ورکوله نو هلته د عامو خلکو په آند چې د مذهبي اغېزې لاندې وو دغه کار روا نه ګاڼه.

له ځينو ديني او تاريخي مراجعو په نقل . نور بيا ان شاءالله

ژباړه: شريفه نرګس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button