
په انسـاني خـوړو کې د حـيـــواني پــروټيـنونـو اهميـت
له حيواني سرچينو څخه د ترلاسه کېدونکو خوړو، لکه د شيدو او محصولاتو يې، غوښې، ماهي، چرګانو او هګيو تر ټولو مهم رول په انساني خوړو کې دا دی، چې دوی په يوازې ځان ډېر په اعلی درجه پروټين زمونږ وجود ته چمتو کوي.
پروټينونه يا لحميات يوازې دا نه چې ضروري امينونه اسيدونه تهيه کوي، له کومو نه چې زمونږ د بدن حجرې (ژونکې) زيږي (پيداکيږي)، بلکې دغه پروټينونه د انزايمونو (پروټيني مادې دي چې ژوندۍ حجرې پيداکوي او له کبله يې ځينې کېمياوي بدلونونه هم را څرګنديږي، خو دا مادې خپل تغير نه خوري، بلکې نورو ته بدلون ورکوي.) تر څنګ د ډېر ارزښت او اهميت په لرلو سره د ژوندانه په ضروري کړنو، د بېلګې په توګه، توليد، ودې، زياتوالي، د حجرو د وېش، د انرژي توليد، د انساجو رغول او وېروسي او ارثي فعاليتونو کې هم د کليدي ونډه وال په توګه کار کوي.
امينواسيد: پروټينونه له کوچنيو واحدونو څخه، چې امينو اسيدونه ورته وايي، جوړ شوي دي. د انسان بدن ۲۴ امينواسيدونو ته اړتيا لري. چې په مختلفو کټګوريو وېشل شوي، اړين امينو اسيدونه، چې شمېر يې ۹ دی، هغه دي چې که په لابراتوارونو کې تر تجربو لاندې حيواناتو او ژويو په خوراک کې نه وي، نو په وده کې يې د ورووالي يا هم مړينې لامل
کيږي.
يا په بل عبارت، دغو امينو اسيدونو ته ځکه اړين امينو اسيدونه وايي، چې د انسان د بدن په ذريعه له اړتيا سره سم نشي جوړېدای او بايد له د باندې نه په غذايي پروټينونو کې واخيستل شي. نومونه يې دغه دي: سبټډين، لايسين، ليوسين، ارزليوسين، ټرپټوفين، فينايل الانين، ميتيونين، تريونين او وې
لين.
نيمه ضروري امينو اسيدونه بيا دا دي: آرجنين، ټايروسين،سسټين، سيرين او ګلايسين.
او غير اړين امينو اسيدونه دا دي: ګلوټامک اسيد، اسپارټيک اسيد، الانين، پرونين اوهايډروکسي پرولين.
له نيمه ضروري امينو اسيدونو څخه ارجنين او ګلايسين د چرګانو لپاره اړين دي.
ټايروسين او سسټين په ترتيب سره د فينايل الانين او ميتيوين، برخه ئيز متبادل دی، خو سيرين بيا د ګلايسين هم برخه ئيز او هم بشپړ متبادل
دی.
سرچينې / درجه بندي:
انسانان پروټين له ۲ بنسټيزو غذايي سرچينو څخه اخلي.
۱ ــ حيواني سرچينې: دا ډول پروټين په شيدو، غوښو، هګيو، پنير، ماهي او د ښکار يا چرګ غوښې کې شتون لري.چې په دې ټولو کې اړين امينو اسيدونه په بشپړه اندازه شتون لري. د هګۍ پروټين په حيواني پروټينونو کې ښه پروټين دي، ځکه چې لوړ بيولوژيکي ارزښت او د هضم وړتيا لري.
۲ ــ نباتي سرچينې: نباتي پروټين په لوبياوو، حبوباتو، باقلي، مغزياتو او داسې نورو کې شتون لري. دا ډول پروټين اړين امينو اسيدونه نه لري، خو دا پروټينونه ارزانه، په آسانۍ پيداکېدونکي او په زياته اندازه کارول کيږي.
دا چې په حيواني پروټينونو کې نظر نباتي پروټينونو ته، د اړينو امينو اسيدونو کچه او شمېر زيات دی، نو ځکه يې غذايي اهميت هم ډېر دی. د پروټينونود اهميت او ارزښت لپاره د سپينو موږکانو وده په نظر کې ونيسئ. ټاکلې موده کې دغه موږکان، چې په خوړو کې يې حيواني پروټين ډېر دي، په نسبت د هغو چې نباتي پروټين ورکول شوي وي، دوه درې وارې ډېر وزن اخلي.
۲ حيواني پروټينونه له دې نه مستثنی دي، يو کولاجن بل الاسټين. دغه دواړه پروټينونه د غوښې په تاو شويوو ژونکو کې موندل کيږي.
د امينواسيدونو ترمنځ د حياتياتي (بيولوژيکي) توپير د جديد علم پر بنسټ، پروټينونه د مکمل (بشپړ) او نامکمل پروټينونو تر عنوان لاندې هم درجه بندي کولی شو.
بشپړ پروټينونه هغه دي، چې زمونږ د بدن د ضرورت ټول اړين امينونه اسيدونه پکې په مناسبه کچه شته، تقريباً ټول حيواني پروټينونه د بشپړو يا مکملو پروټينونو په لړ کې راځي.
په نا مکملو پروټينونو کې د يوه يا له يوه د زياتو امينو اسيدونو کمی وي، دا کمښت مطلق يا مقابلتاً کېدای شي. زياتره نباتي پروټينونه ځکه نامکمل پروټينونه بولي، چې يو نه يو اړين امينواسيد پکې نه
وي.
د بېلو بېلو توکوغذايي اهميت د پرتله کولو لپاره د هګۍ پروټين معيار منل کيږي. مقايسه په هګۍ کې له موجودو اړينو امينو اسيدونو سره کيږي. د هګۍ پروټين زيات د هضم وړ دي. د پروټينونو په غذايي اهميت کې د اړينو امينو اسيدونو د شتون تر څنګ نور لاملونه چې مهم دي، د امينو اسيدونو ازاد حالت او د پروټينونو د هضم عمل دی. له دې بې شمېره تجربو نه مالومه شوې چې د نباتي پروټينونو برعکس حيواني پروټينونه زيات د هضمېدو وړدي.
په خوړو کې د پروټينونو اړينه کچه:
په دې کې شک نشته، چې د انساني پروټيني ضرورت اندازه په ماشومانو او ځوانانو کې د ودې او بدلون د تجربو په اساس شوې. دغه ضرورت د حيواني او نباتي پروټينونو له يوځای او ګډ استعمال څخه په ښه شان پوره کيږي.
له ځينو نباتي پروټينونو نه، چې کوم ځانګړی اړين امينو اسيد پکې کم وي، ستونزې هم پيدا کيږي. دغه ضرورت او ستونزې په حيواني پروټينونو، که څه هم کچه يې کمه وي، رفع او دفع کولی شو. دا منل شوې ده، چې حيواني پروټينونه د نباتي پروټينونو په مقابل کې د غذايي معيار له مخې بهترين دي. په پرمختلليو هېوادونو کې د مخ پر ودې هېوادونو په نسبت، حيواني پروټينونه په پرېمانه توګه پيداکيږي. څنګه چې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه کيږي، نو ورسره د حيواني پروټينونو د کارونې کچه هم ډيريږي. د پرمختلليو هېوادونو وګړي هڅه کوي چې زيات حيواني پروټينونو ته په خپل غذايي رژيم کې ځای ورکړي.
د پروټينونو د کمي اغېزې:
په ډېرو مخ پر ودې هېوادونوکې غذا په غلو دانو مشتمله وي. د دوی په دسترخوان کې له حيواني سرچينو نه ترلاسه شوي خواړه کم وي، په دغو سيمو کې حيواني غذاګانې ډېرې کمې موجودې وي. بل خلک د حيواني خوړو بيو ته په کتو د هغو له پېرلو عاجز وي. د حيواني پروټينونو د دې کمښت له امله د سؤ تغذيې نښې نښانې را څرګنديږي، چې په ماشومانو کې د کواشيرکور (دا ناروغي د غذايي کمښت يوه شديده او پېچلې بڼه ده) لامل
ګرځي.
په هغو سيمو کې چې د غذايي توکو، په تېره بيا د حيواني منابعو کمی وي هم تر ۶ مياشتو پورې د ماشومانو وده ډاډمنه وي، بيخي لکه د عادي ماشومانو غوندې يې وزن ډيريږي، ځکه چې پروټيني اړتيا يې د مور له شيدو څخه پوره کيږي.
له ۶ مياشتو وروسته يې پروټيني ضرورت زياتيږي، دغه وخت کې يې هم وده د زياتې تغذيې له امله چټکه روانه وي او هم يې عضلات قوت مومي، خو که په دغه مهال، چې دا د پروټينونو زياتېدونکی ضرورت پوره نشي، نو وده يې دريږي.
که د غذا کمښت ډېر وي، نو د ناجوړۍ نښې را ښکاره کيږي. د تازه څېړنو له مخې ويل کيږي، چې په دغه حالت کې يوازې بدني وده نه، بلکې ذهني وړتيا يې هم اغېزمنيږي. دماغ د بدن هغه برخه ده چې په بېړې سره لويږي.د خپل ټول جسامت اويا سلنه يې په يوه کال کې تشکيليږي. د دريو کلونو په عمر د دماغو جسامت ٪۸۰ سلنه کيږي. دا انتهايي تېزه وده هله کيږي، چې ماشومانو ته پروټينونه په مناسبه کچه ور رسي. د پروټينونو له کموالي نه د پيدا علايمو د مخنيوي ساده طريقه دا ده، چې په خوړو کې د بهترينو پروټينونو لپاره، حيواني غذاګانې شاملې کړای شي. په خوراک کې به دومره طاقت هم وي، کوم چې د دغو پروټينونو د مناسبې کارېدنې لپاره اړين
دی.
په لنډه توګه، پای کې دا وايو چې د شيدو، هګيو او غوښې (د پروټينونو غني منابع دي) غذايي اهميت طبابت ارزولی او منلی، چې بيخي لوړ دی. که وس وي نو ډېره ګټه دې ترې واخيستل شي، ځکه چې له حيواني سرچينو نه د ترلاسه کېدونکو پيداوارو (توکو) مناسبه کارونه په خپل خوراک کې،ستاسې د بدني او دماغي روغتيا ضامن
دي.
ډاکټر زاهد نايل