
په اندونیزیا کې داسلامي امارت هڅې اولاسته راوړنې وستایل شوې
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسی ریاست مرستیال مغفورالله شهاب په مشرۍ یو پلاوي اندونیزیا ته د سفر په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسی ریاست مرستیال مغفورالله شهاب په مشرۍ یو پلاوي اندونیزیا ته د سفر په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره وکتل.
یاد پلاوي په اندونيزيا کې د افغانستان له سفارت څخه ليدنه وکړه، د سفارت کاري چارې يې وارزولې او خپلو ډيپلوماټانو ته یې د چارو د ښه والي او روڼتيا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
دغه پلاوي همدارنګه په اندونيزيا کې له ځینو ديني عالمانو، سياستوالو او سوداګرو سره د دوه اړخیزو سياسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت او پياوړتیا په برخه کې خبرې اترې وکړې.
د دغه سفر په ترڅ کې د مختلفو هېوادونو لکه سريلانکا، بنګله دېش او سنګاپور له سفيرانو او شارژدافیرانو سره هم کتنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز، د روږدو کسانو درملنه، په هېواد کې د بشپړ امنیت، په صادراتو کې زیاتوالی، د پولي ثبات ټینګښت، له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې، ترانزیټي اسانتیاوې او داسې نور هغه فرصتونه، چې د اسلامي امارت له لوري د تېرو څه کم ۲ کلونو په ترڅ کې رامنځته شوي د لاسته راوړنو په توګه يادې شوې.
د یادو هېوادونو استازو په تېرو ۲ کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا یې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وبلله او همدارنګه په دوه اړخیزو اړيکو بحثونه وشول.