
سیاست
په اماراتو کې د افغانستان سفير خپله دنده پيل کړه
د افغانستان د حکومت له لوري متحد وعرب اماراتو ته استول شوي نوي سرپرست سفير خپله دنده پيل کړه.
د افغانستان د حکومت له لوري متحد وعرب اماراتو ته استول شوي نوي سرپرست سفير خپله دنده پيل کړه. د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې په متحدوعرب اماراتو کې د افغانستان سفارت نوي سرپرست سفير ابوظبي ته ورسېد او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سفارت کارمندانو ته په رسمي ډول ور وپېژندل شو. ده ويلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د متحدو عرب اماراتو له لوري د شارژدافير په توګه د نوموړي منل د دواړو هيوادونو تر منځ په اړيکو کې مهم پرمختګ بولي.