سرلیکنې

په افغانستان کې له اسلام  پرته بل نظام بې نتيجې دی

د تېروڅلورنيمو لسيزوپه بهيرکې مو وليدل ،چې افغانستان د خپلو او پرديو له خوا په پټه اوښکاره د اور په لمبو کې وسوځېد ، هېچا پرې رحم نه درلود ، ځکه که له يوه پلوه تېري کوونکي اواشغالګران ظالمان وو ، له بل پلوه خپلسرو وسله والو د خپلمنځي کورګډو جګړو په ترڅ کې دغه هيواد په خپل زړه جوړ وځاپه ، دوی په خپلومنځوکې د هيواد د ملي ګټو داحيا لپاره اتحاد اواتفاق نه درلود او د هر يوه به چې زور ورسېد، له روا اوناروا لارې به يې قدرت تر ګونډو لاندې کاوه او سيالان به يې له مجبورۍ ورسره جنګېدل ، نوځکه دغه هيواد د تپل شويو اوخپلمنځي جګړو په ترڅ کې په کنډواله واوښت ، هر زور واکي په خپل وار سره په خلاصو مټو په يوه اوبل نامه داسې جنايات او ورور وژنې په کې وکړې ،چې تاريخونه به سرچپه پرې ليکل کېږي ، اصلي او اساسي ستونزه چې داخلي او بهرني دښمن ترې ګټه پورته کوله ، داوه چې له بده مرغه افغانستان د متعددو قومونو ګډ کور او هر قوم له هيواده د باندې د قومي او نژادي اړيکو او تربګنۍ داسې پيوستون درلود، چې پرته له دې چې د افغانستان ملي وحدت ته پام وکړي، برناحق به يې د ((اقليت ،اکثريت ، ژبنيو، ديني او فرهنګي مشترکاتو )) په پلمه په خپلوکې سره جنګول او دغه مغرض هيوادونه به بيا د خپلو په ننګه کلک ولاړ وو ، اشغالګر، خو پر ځای پرېږده، چې هغوی هم د ځان په ګټه د افغانستان د کمزوري کولو لپاره د بې اتفاقيو دغه بل شوي اور ته په ډډه خوله ببوزي وهل .

دا ټول د کابل د تېرې ادارې د ونډ او فنډ د حکومتونو ارمغان و، د هغه نظام ،چې واکمنو يې د سياسي بلوغ د نشتوالي او په واک کې د پاتې کېدو لپاره په هېواد کې د وينو سيلابونه وبهول ، زموږ اتل ، زموږ  مشر ، زموږ هوښيار سياستوال ، اقتصاددان او ټولنپوه هغه څوک و،چې يو قوم د بل پر ضد د فزيکي ، تبليغاتي او ناندريزو جبهو د جوړولو لپاره را وپاروي .

که څه هم د قومي تفرقې بنسټ د لومړي ځل لپاره روسانو په افغانستان کې کېښود ،چې د شوروي له ماتې وروسته دا تفرقې په قومي تعصبونو واوښتې او سرانجام يې د قومي قدرت په وخت کې تبعيضونه رامنځ ته کړل .

 په امريکايي يرغل کې د قومونوترمنځ پخواني کرکجن ، تعصبات اونفرتونه تر اېرو لاندې د پټ اور په شان بيا را تازه شول او امريکايانو هم دا پروسه د پردې ترشا ټينګه څارله اوسپوټ کوله ،ځکه قومي تفرقې ٬ ژبنيو او سمتي مخالفتونو دوی ته ګټه رسوله ،نوځکه د دې پرځای چې مخه يې ونيسي دغو قومي تعصباتو ته يې لاپسې لمن وهله .

نو ويلای شو ، چې په اسلامي هيوادونو کې هغه نظامونه چې په اسلاميت اوعدالت نه وي استوار، پايښت يې نا ممکن دی اوپه افغانستان غوندې يوه هيواد کې ، خو له اسلامي نظام پرته بل نظام ځکه ناممکن او بې نتيجې دی، چې په دغه هيواد کې په اسلام ډېرې وينې تويې شوې اولا به پرې تويېږي اوکه هرڅوک قومي ، حزبي او سمتي حکومتونه جوړول غواړي، بې نتيجې دي ، ځکه الله پاک د هغو شهيدانو وينې هدر نه بيايي، چې په دغه هيواد کې يې د اسلامي شريعت د انفاذ لپاره نذرانه کړې. له نن څخه نيولې څو چې دنيا ودانه ده داخلي اوبهرنۍ کړۍ دې دا تمه له ذهنه وباسي چې دوی به په افغانستان کې د غيراسلامي او وارداتي اډيالوژيو پر بنا پايدار حکومتونه جوړکړي ، نا ممکنه ده، نو دې پايلې ته رسېږو،چې افغانستان غوندې اسلامي هيواد  کې د حکومت اداره يوازې او يوازې د اسلامي امارت په توان کې ده، ځکه اسلامي امارت خپل ټول قوانين د اسلامي ارشاداتو په چوکاټ کې پر مخ روان کړي ،چې دا د ټول خاموش اکثريت غوښتنه ده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button