مقالې او تبصرې

په افغانستان کې د لاجوردو د سوداګرۍ مخینه

60 / 100

دا د نه منلو خبره ده،چې وویل شي لاجورد، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې کشف شوي، پېژندل شوي او کارول شوي وي او له دغه ځای نه یې نورې نړۍ ته سوداګري پیل شوې وي ؟ خو دا هغه حقیقت دی،چې د ډبرو لرغون پېژاندو لخوا ثابت شوی،چې د نړۍ په نورو برخو کې د افغانستان د غرونو کارول شوي لاجورد د شباهت له مخې پېژندل شوي او غوڅه پرېکړه پر دې شوې چې دا د افغانستان د غرونو لاجورد دي ځکه هغه وخت چې لاجورد په تزئیني پسولونو کې کارول کېدل له افغانستان پرته چې دلته یې معدنونه موجود او معلوم ول ، د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د لاجوردو د لومړني استخراج پته نه وه، خو دا معلومه ده چې شپږ زره کاله وړاندې د آسیا او افریقا بېلا بېلو هېوادونو ته له آریانا څخه وړل شوي او په توګه یې له آریانا څخه د نړیوالې سوداګرۍ په عنوان پېژندنه شوې ده.

د پارس د کاشان له سالک غونډۍ نه په تاریخي کیندنو کې په موندل شویو ودانیزو ابزارو کې د لاجوردو، کارول شوې وړې وړې ټوټې،چې له میلاده ۴زره کاله د مخه سابقه لري او په دې توګه یې د لاجوردو د توږلو او استعمال عمر ۶ زره کلونه ثابت کړی دا لاجورد، د افغانستان له بدخشانه هلته وړل شوي دي.

ټول بدخشان د لاجوردو داسې لرغونی کان دی چې له میلاده وړاندې لاجورد ترې ایستل کېدل او د نړۍ هر ګوټ ته وړل کېدل،چې دا د ورېښمو له سوداګرۍ هم د مخه خبره ده.

همداراز په سومر کې د سومري پاچاهانو له قبرونو زیات شمېر د سرو او سپینو زرو ابزار ترلاسه شوي،چې د لاجوردو غمي په کې اېښودل شوي او د جوړولو عمرونه یې پنځه نیم زره کلونو ته رسېږي.

په بین النهرین کې د لیک د پیدایښت په وخت له ۳نیم زره کاله وړاندې د (جمدت نصر) نومي ځای څخه د کیندنو په ترڅ کې غمي ترلاسته شوي، په آسیا سربېره په افریقا کې د مصرد فرعوني دورې په کیندنو کې د لاجوردو غمي چې په ابزارو پسولو او زیوراتو کې کارول شوي وو ترلاسه شوي،هغه چې دری نیم زره کاله وړاندې له افغانستانه وړل شوی و، د آسیا او افریقا ګڼو هېوادونو ته د لاجوردو خپرېدل ښیي چې ۶ زره کاله د مخه موږ د نړۍ له هېوادونو سره ژورې سوداګریزې اړیکې درلودې او د هېواد په ډېرو غرنیو سیمو لکه بدخشان کې د تجارتي تګ راتګ لارې موجودې وې،چې دا لارې په پیل د بلخ په لوري تللې وې بیا له هلمند او سیستان نه تېرېدې له هغه ځای نه پارس،عراق، بابل او ایلام ته رسېدلې او له هغه ځایه به بیا د مصرترنیل وادۍ پورې منتهې کېدې، فکر کېږي،چې دا اړیکې له دې هم لرغونې وې او له تاریخ وړاندې دورو کې تجارتي اړیکې ټینګې شوې او د نورو څېزونو ترڅنګ لاجورد داسې توکی و چې یوازې د افغانستان په بدخشان کې پیدا کېدل.

د کیفیت په لحاظ د لاجوردو قمیتي ډبره پنځه یا شپږ درجې لري او لومړی درجه لاجورد ډېر نفیس او ښکلي وي چې د زرګونو کلونو راهیسې د هېواد په اقتصاد کې رغنده رول او ښه ونډه لري او د افغانستان یوه لرغونې سوداګریزه متاع ده، چې د لاجورد ډبرې د دې پرځای چې د هېواد د ملي اقتصاد په توله کې وکارل شي له هماغه اوږدو کلونو راهیسې د غلو او قاچاقبرانو لاسته لودېدلي او په غیر قانوني ډول له هېواده ایستل شوي، د تېرو مافیایي رژیمو فاسدو مامورانو له قاچاقبرو سره په لاس لرلو د لاجوردو ډبرې له هېواده په غیر قانوني ډول ایستلې،چې د ايران او پاکستان له لارې به د نړۍ نورو هېوادونو ته رسېدل، د جهاد پرمهال او د جهاد له بریالیتوب وروسته یوشمېر وسله والو ډلو د لاجوردو، پر منابعو قبضه وکړه او په خروارونو لاجورینې ډبرې یې په غیر قانوني ډول له ملک نه و ایستلې چې پېښور کې د لاجوردو لوی لوی مارکیټونه فعال او له هغه ځایه به د نړۍ نورو هېوادونه ته تلل او پیسې به یې د شخصي مافیا جیبونو ته لودېدلې.

افغانستان د قمیتي ډبرو د کانونو ګڼې طبعي زېرمې لري په دې کې په سرو زرو، سپینو زرو، مسو او نورو فلزاتو سربېره د ارزښتناکو غمیو لکه یاقوتو،زمردو،فیروزې معدنونه هم موجود دي،له دې ډلې لاجورد دومره ډېر دي چې په افغانستان کې د غرونو په بڼه شتون لري او په ټنونو ټنونو موندل کېږي که استخراج شي او سم پروسس یې وشي د افغانستان د ملي اقتصاد پر ودې ټاکونکی فاکتور ګڼل کېدای شي، نو اسلامي امارت ته هم لازمه ده،چې د لاجوردو د ملي ثروت د خوندي کولو او د هېواد په اقتصاد کې د هغه د کارولو لپاره لازم او جدي اقدامات اړين دي، د غلو او لوټمارو لاسونه نور ور لنډ کړي او دې ګټورې هستۍ ته د نړیوالو نورمونو سره سم د استخراج لپاره لازم اقدامات تر لاس لاندې ولري.

حیات الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button