
په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د غربيانو پروپاګند
د امريکا د متحده ايالتونو په يوه نوې ټول پوښتنه کې راغلي، افغانستان، روسيه او چين هغه هېوادونه دي د انسان قاچاق په تر ټولو بد وضعيت کې دی.دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې اروپايي هېوادونو ته په ميليونونو غير قانوني کډوالو مخه کړې او د لسګونو ناقانونه افغان کډوالو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي. په سويلي امريکا کې د پيرو جمهوريت چارواکو ۲۳ افغان کډوال د انساني قاچاقچيانو له منګولو ژغورلي دي.د پيرو لويې څارنوالۍ په اعلاميه کې راغلي دغه کسان له برازيل سره پولې ته څېرمه په ((مادرې دې ديوس)) سيمه کې د پوليسو په همکارۍ ترسره شويو عملياتو کې ژغورل شوي دي، په ژغورل شويو کسانو کې ۴ تر څلورو کلونو کم عمره ماشومان دي،چې يو په کې آن دوه مياشتينی دی، قاچاقچيانو دغه کسان په اسانه لارو ايکوادور ته د رسولو په ژمنه تېر ايستلي وو او ډېرې پيسې يې ترې اخيستې وې.دغو افغان کډوالو ته ويل شوي وو چې دوی به لومړی د پيرو سويل ختيځ کې يوه ځايي ښار ((پېرتو مالدونادو))، له هغه ځايه پلازمېنې ليما او بيا شمال لوېديځ کې د ايکوادرو پر پوله ((تومبېس)) ښار ته ولېږدول شي،خو دوی په همدې پلمه د پيرو او برازيل د پولې اوږدو کې د ((مادرې دې ديوس)) سيمې ((اناپاري)) کلي کې يوه کور ته وړل شوي چې هلته له خوړو پرته په توقيف کې ساتل کېدل. اوس وخت کې کډوال او پناه غوښتونکي هڅه کوي، چې ځانونه د لاتينې او مرکزي امريکا هېوادونو په خطرناکو لارو متحدو ايالتونو او کاناډا ته ورسوي.هغه افغانان چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو په پلمه خپل هېواد پرېږدي، هڅه کوي چې ځانونه په مرګونو لارو بېلا بېلو لوېديځو هېوادونو ته وباسي،تېره فبرورۍ بلغاريا کې په يوه لارۍ موټر کې د لږترلږه ۱۸ افغانانو مړي موندل شوي وو،چې په قاچاقي لارو اروپا ته تلل.د انسانانو قاچاق په نړۍ کې د وسلو او نشه يي توکو له قاچاق وروسته درېيمه غير قانوني سوداګري ده، چې په سيمه او نړۍ کې بېلابېل اړخونه لري. له انساني قاچاق سره مبارزه، نه يوازې په ملي کچه عملي تګلارې ته اړتيا لري، بلکې اړتيا ده چې په نړيواله کچه د دې پديدې د مخنيوي په لارو چارو کار وشي او د انساني قاچاق بانډونه له منخه يووړل شي. دا منو چې افغان کډوالو په غير قانوني ډول کډوالۍ ته مخه کړې او غواړي له غير رسمي لارو اروپا او امريکا ته ځانونه ورسوي، خو دا په دې دلالت نه کوي،چې افغانان په مستقيمه توګه له افغانستانه قاچاق کېږي، کله چې ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي له هغې وروسته د قاچاق وړونکو لاس ته لوېږي، وروسته بيا په ډېرو ستونزمنو لارو کډوالي کوي؛ په داسې حال کې چې اسلامي امارت د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه جدي کار کړی او هڅې کوي، چې د سترو پراختيايي پروژو په پلي کولو سره، ګاونډيو او د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونيسي.د افغانستان په قوانينو او د جزا په کود کې د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق لپاره ځانګړې سزاوې ټاکل شوې چې آن تر اعدام پورې رسېږي.اسلامي امارت چارواکي په ځلونو له ټولو افغانانو غوښتي، چې پر ناقانونه او قاچاقي لارو له سفرونو ډډه وکړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي. په دې وروستيو کې داسې اوازې دي چې ګوندې افغان ځوانان د سختې وزګارتيا او اقتصادي چارو د نشتون له امله بهر ته وځي، په اصل کې دوی له بهره هڅېږي او تېروځي؛ کنه د ځوانانو د اقتصادي بوختياوو لپاره اوسني حکومت ته ګڼ شمېر پلانونه تر کار لاندې نيولي او د پيلېدو او عملي کېدو په لټه کې دی.
اوس مهال په سيمه او نړۍ کې په لسګونو وګړي غير قانوني کډوالۍ ته هڅوي او هغوی پر قاچاقي لارو په زيات لګښت سره اروپايي هيوادونو، اسټراليا او امريکا ته ځانونه رسوي. په هر حال غير قانوني کډوالي او د مافيايي بانډونو له لوري انساني قاچاق نوې پديده نه ده او له پخواکلونو راهيسې يې له هېواده د باندې افغانان قرباني ورکوي. امريکا او متحدين يې له يوې خوا په افغانستان کې د اقتصادي ناورين په اړه تبليغات کوي او په دې ډول افغانان هېواد پريښودو ته هڅوي، له بلې خوا پړه بېرته په افغانستان وراچوي او په انساني قاچاق کې د روسيې او چين په پرتله په لومړي سر کې د افغانستان يادونه کوي.
احمد راشد