سیاست او دولت

په افغانستان کې د امريکا په ناکامۍ د ميلي اعتراف

د امريکا د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مارک میلي په يوه مرکه کې ويلي، امريکا په افغانستان کې تېر ۲۰ کاله د اسلامي امارت پر وړاندې دومداره جګړه وکړه او په خبره يې پايله دا شوه، چې اسلامي امارت د دې هېواد پلازمينه ونیسي.میلي دا يوه ستراتيژيکه ناکامي بولي او زياتوي،هېڅ داسې دلايل نشته چې دغه جګړه دې پرې بريالۍ وبلل شي.ميلي زیاته کړې:« دښمن د هغه هېواد پلازمېنو نيوله، چې موږ يې ملاتړ کاوه. دا يوه ستراتيژيکه ناکامي وه او زه يې تائیدوم. هېڅ داسې دلايل نشته چې دا کار د يوې ستراتيژيکې بريا په توګه تلقي کړي. په عام باور، جګړه بايلل شوې. موږ له طالبانو او د هغوی له متحدانو سره له ۲۰ زياتو کلونو لپاره جګړه وکړه، خو تر پلازمېنې پورې را خواره شول.

هو! موږ په دې اړه افسوس کوو او پرې خپه يوو.» مارک ميلي ویلي، په افغانستان
کې   د امريکا۲۰ کلنه بې پایلې جګړه به په تاريخ کې ثبت او په اړه يې اوسنی واقعي قضاوت کېږي.د مارک میلي په خبره، د دې جګړې په لړ کې امريکايي ځواکونه پر هغه څه توانېدلي، چې د امريکا ولس يې غوښتونکی وو.هغه زیاته کړې:« دا جګړه به په تاريخ کې وليکل شي او په اړه به يې همدا ډول قضاوت کېږي. خو امريکايي ځواکونو په افغانستان کې هغه څه وکړل، چې زموږ ملت غوښتل. موږ د ۲۰  پرلپسې کلونو لپاره امريکا له افغانستان څخه له کيدونکو بريدونو وژغورله او افغانانو ته مو د ښه ژوند هېله ورکړه، کوم چې زه پرې وياړم.» د نظامي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي چې امريکا په افغانستان کې بې موخې جګړه کړې او د دې جګړې قربانيان عام افغانان وو.

ځيني نور بیا وايي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جګړې موخه په سيمه کې د زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د رقابتونو ساتل وو، خو په خبره يې د اسلامي امارت د دومدارې مبارزي وروسته بې پايلې له افغانستانه ووتل.دا دويم ځل دی، چې امريکايي چارواکي په افغانستان کې پر خپلې ماتې اعتراف کوي. له دې وړاندې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مخکيني قوماندان جنرال کينټ مکينري ويلي ول، چې دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې او امريکايي ځواکونو په دې هېواد کې بې پايلې جګړه پای ته رسولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button