مقالې او تبصرې

په اسلام کې د هجري کال اهمیت او ارزښت

له اسلام څخه وړاندې به دعیسوي کلونو تاریخ لیکل کېده او په اسلام کې د تاریخ لیکلو کوم اهمیت او ارزښت د خلکو خواته نه و،هېچا دې ته پاملرنه هم نه کوله.

کله چې حضرت عمرفاروق رضی الله عنه خلیفه شو،نو د وخت اهل الحل والعقد به د حضرت عمر فاروق خوا ته ورتلل،تردې چې په ۱۷هجري کې حضرت ابي موسی اشعري رضی الله عنه هغه ته یو خط ولېږلو،چې د نړۍ مختلفو هېوادونو او د هغې پاچاهانو ته خطونه لېږل کېږي اوپه هغه کې تاریخ شتون نه لري،نوکه چېرې موږ او تاسې د تاریخ لیکلو ته اهمیت ورکړو ښه به وي،چې په هغه کې ډېرې ګټې ترلاسه کړو،د بېلګې په ډول: دومره معلومات به کېږي چې دغه حکم په کومه ورځ باندې صادر شوی او کله دغه حکم پاچاهانو ته رسېدلی دی او په کوم تاریخ عملي شوی او داسې نور…

عمر فاروق رضی الله عنه ته همدغې مشورې خوند ورکړ او د علماوو او اهل الحل والعقد،یوه لویه غونډه یې را وغوښته او له هغې یې د تاریخ ټاکلو پر اهمیت او د هغې د پیل په اړه خبرې وکړي.

د نظر یو اختلاف:

د مشرانو صحابه کرامو څلور قسمه نظریات وو،ځینو ویل،چې د تاریخ پیل باید د پیغمبر (ص) د پیدایښت له کاله وشي،ځینو بیا ویل چې د پیغمبر د مبعوث کېدو او د نبوت له کال څخه باید نيټه پيل شي،ځینو بیا داسې ویل چې د نبي علیه السلام د وفات او رحلت له کال څخه باید اسلامي تاریخ پیل شي او ځینې بیا په دې اند وو، چې باید د هجرت له کال څخه پیل شي،له دې څخه وروسته عمر فاروق له ډېر فکر او زیاره دغه پرېکړه وکړه چې د هجرت په برکت سره د اسلام او باطل تر منځ توپیر راغلی دی او مسلمانانو له هغه وروسته د ارام ساه واخیسته چې د الله عزوجل عبادت یې په ښکاره پیل کړ او په همدې کال د مسجد نبوي ډبره هم کېښودل شوې وه او به ډېرو نورو خصوصیاتو سره سره عمرفاروق دوی ته دغه مشوره وړاندې کړه، د صحابه کرامو رضوان الله اجمعین ټولو مشرانو پر دې پرېکړه وکړه چې د اسلامي تاریخ کال باید د هجرت څخه پیل شي.

او بله دا چې د هجرت څخه باید پیل شي،لومړۍ میاشت یې د کال باید کومه وي؟

نو عمر فاروق رضی الله عنه وفرمایل: چې د کال پیل باید د محرم میاشتې څخه وي،د دوو لاملونو له امله،یو دا چې په دې میاشت کې صحابه کرامو بیعت العقبه کړی بل دا چې کله حاجیان حج وکړي نو دمحرم په میاشت کې خپلوکورونو ته واپس درومي.

وروسته د ټولو په اتفاق د هجري قمري د کال دلومړۍ میاشتې تعین او پیل د همدې محرم له میاشتې څخه وشو.

د همدې دواړو پرېکړو د حکمت راز:

د همدې خبرې حکمت دادی چې د کال پیل له هجرت څخه وشو،ځکه د پیغمبر د بعثت او پیدایش په نېټه کې د خلکو اختلاف دی او بل د وفات او مړینې کال د صحابه او اسلامي امت لپاره دغم کال دی،نو ښه دا شوه چې د کال پیل له هجرته وشي،پاتې شوه داخبره چې له محرم څخه یې د لومړۍ میاشتې پیل او د هغې حکمت څه و،نو لاملونه او حکمت یې هغه و،چې لږ وړاندې موږ تشریح ورباندې وکړه.

د اسلامي تاریخ د یادولو شرعي حکم:

هغه داچې فقهاء کرام وايي چې د اسلامي تاریخ او د هغې میاشتې یادول په ټولو مسلمانانو فرض کفایي دي،که یو څوک او یو چاته د هغې د تاریخ معلومات نه وي،نو ټوله اسلامي ټولنه ګنهګاره ده.منابع دفقهې کتابونه.

غوښتنه:

په اوسني دور کې مسلمانانو او اسلامي ټولنې ته په کار دي چې دوی ټولې راکړې ورکړې،غم او ښادي د اسلامي تاریخ مطابق وکړي،ترڅو یې په کاروبار او د هغې په ګټه کې الله عزوجل ورته برکت واچوي.کوښښ دې وکړي چې په خپلو اولادونو همدغه اسلامي تاریخ او د هغې میاشتې یاد وکړو،د دې پرځای چې انګرېزې تاریخ یادوي،اسلامي تاریخ یادول ورته غوره کار دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button