سرلیکنې

په اسلام کې د دنیا او آخرت نېکمرغي نغښتې!

افغان ملت په مجموع کې د نړۍ پر سطح یو دينداره، ملتزم او غیرتي ملت دی. افغانانو په هره زمانه کې له خپلو ديني او ملي ارزښتونو په کلکه ساتنه کړې، د هيچا غلامۍ ته يې تن نه دی ايښی او له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع په لاره کې یې سر، مال او خپل ټول آرمانونه او هوسونه قربان کړي.

افغان ملت په مجموع کې د نړۍ پر سطح یو دينداره، ملتزم او غیرتي ملت دی. افغانانو په هره زمانه کې له خپلو ديني او ملي ارزښتونو په کلکه ساتنه کړې، د هيچا غلامۍ ته يې تن نه دی ايښی او له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع په لاره کې یې سر، مال او خپل ټول آرمانونه او هوسونه قربان کړي.

زموږ متدين ملت په همدې یوه پېړۍ کې د انګریزانو، روسانو او امریکایانو پر خلاف داسې تاریخ سازه مبارزه وکړه، چې په شاوخوا سیمه کې يې ساری نه موندل کیږي. سره له د ې چې استعمارګر اول په هره مغصوبه سيمه کې ځان ته يو شمېر نوکران پيدا کوي، د هغوی په واسطه خپلې موخې تعقيبوي او ظاهراً د ملتونو د ازادي، ترقي او آبادي نارې وهي او له همدې امله د استعمارګرو اصطلاح ورته کارول کيږي، خو حقيقت کې يې ټولې کړنې د شعارونو خلاف وي.

پر همدې اساس افغان ملت د هر استعمارګر قوت خلاف مبارزه کړې او د هغوی ټول غولونکي شعارونه يې رد کړي دي. ځکه چې افغان ملت پوهيږي چې د يرغلګرو دغه څو پيسې، سړکونه او ودانۍ د څه شي په بدل کې دي؟ او د کوم هدف لپاره موږ سره د خواخوږۍ نارې وهي؟!

دا د لمر په شان روښانه حقيقت دی، چې يرغلګر همېشه د نوي نسل بې لارې کولو، غلام کولو، د ديني او ملي ارزښتونو تروړلو او اقتصادي خپلواکي سلبولو لپاره هڅې کوې.

زموږ پر خپل ياد شوروي او صليبي يرغلګرو دلته په مختلفو نومونو زموږ د ملت او نوي نسل د بې لارې کولو، غافلولو او تسخيرولو لپاره په سلګونو مراکز جوړ کړي وو. څرنګه چې کفارو همېشه د مسلمانانو مقابل کې په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، نو له همدې امله داسې اوږده پلانونه جوړوي، چې پر اساس يې زموږ نوی نسل غافل کړي او زموږ ټول ديني او ملي ارزښتونه وتروړي. تر څو بيا په اسانۍ وکولی شي، چې د مسلمانو خاوره او نوی نسل تر خپلې بادارۍ لاندې راولي.

صليبيانو د همدې هدف لپاره دلته په سلګونو داسې مراکز جوړ کړي وو چې غوښتل يې د يادو مراکزو له لارې زموږ نوی نسل پر خپل فکر او نظريه وروزي، له اسلامي او افغاني ارزښتونو يې زړه توري او غافل کړي، د اسلامي او افغاني ثقافت پر ځای، د دوی پر کلتور وروزل شي او بيا دلته د هغوی نمايندګي وکړي.

صليبيان پر دې پوهېدل چې دوی به حتماً ماته خوري، نو ځکه يې ډېره توجه فکري او تبليغاتي اړخ ته کوله. د همدې موخې لپاره يې په سلګونو رسنۍ شپه ورځ پر کار ګمارلې وې، د ځوانانو او ښځو لپاره يې په مختلفو نومونو بېلا بېل تخريبي مراکز جوړ کړي وو او حتی د ماډلستانو او لوبغاړو په نومونو يې زموږ خويندې نندارې ته وړاندې کړې.

خو لله الحمد؛ صليبي يرغلګر له ډېرو زياتو ډالرو مصرفولو او کوښښونو وروسته بيا هم بريالي نه شول، چې زموږ د ملت افکار او عقايد تخريب کړي. هغه کم شمېر خلک چې دوی په شلو کلونو کې روزلي، د افغان ملت په مقابل کې، د نشت برابر دي.

افغان ملت په مجموع کې؛ متدين، خپلواک او مېړنی ملت دی، پوهيږي چې د ازادۍ قيمت تر هر څه لوړ دی او يوازې د خپلواکي په شتون کې ديني او ملي ارزښتونه ساتل کيږي. د اشغال او غلامۍ په صورت کې د ملتونو ټول معنويات له منځه ځي د خپلواکۍ قيمت ځکه تر هر څه لوړ دی، چې په حقيقت کې خپلواکي د دنيوي او اخروي ګټو او ارزښتونو ساتلو يوه محکمه کلا ده او له دې پرته ژوند د دنيا او آخرت په خسران تماميږي.

په تېرو شلو کلونو کې زموږ ټول ديني او ملي ارزښتونه مسخره شول، اقتصاد مو صفر ؤ، معنويات مو ليلام شول، واک مو نه درلود، عزت مو نه ؤ خوندي، کورونه مو بمبارېدل، وژل کېدلو زنداني کېدلو او زموږ د نوي نسل د بې لارې کولو لپاره شپه ورځ هڅې روانې وې.

خو الحمدلله، اوس مو هم ټول ديني او ملي ارزښتونه خوندي دي، هم د اقتصادي بسياينې پر لور روان يو، هم مو واک خپل دی او هم د ټولنې د اصلاح او تربيت چارې روانې دي.

مسلمانان بايد داسې فکر او عقيده ولري، چې تر هر څه بايد خپل ديني شعائر ورته ارزښتمن وي، ماديات بايد له معنوياتو قربان کړي او د عزتمند ژوند او غيرتمند مرګ په قاعده بايد ژوند وکړي.

هو! اسلام د پرمختګ دين دی او د دنيا او آخرت نېکمرغي پکې نغښتې. کله مو چې معنويات خوندي وي، بيا د اقتصادي پرمختګ لپاره هم هڅه پکار ده. لکه همدا اوس چې لله الحمد؛ د اقتصاد لپاره رښتينې ګامونه اخيستل کيږي او تر دې حده رسېدلي يو چې له پرديو مرستو پرته نظام او هېواد پر مخ بيايو، دا ابتدايي حالت دی، ورځ تر بلې به ان شاء الله د پرمختګ شاهدان يو.

البته دا يوه نقطه بايد په نظر کې ونيسو، چې د اسلام هيڅ حکم د دنيوي پرمختګ مانع نه دی، له بده مرغه ځينې اشخاص په شعوري او غير شعوري توګه د ټولنې د اصلاح په موخه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هڅې غندي او د ټولنې له ضعيف اقتصاد سره داسې ربط ورکوي، چې ګويا د امر بالمعروف احکام د اقتصادي بحران په معنی دي.

حال دا چې د اقتصادي پرمختګ په شان، امر بالمعروف او د ټولنې اصلاح ته هم جدي ضرورت لرو. نو موږ بايد د ټولنې معنوي او مادي دواړو اړخونو ته توجه وکړو، ځکه چې زموږ معنوي ارزښتونه هيڅکله موږ له مادي پرمختګ نه ايساروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button