
په اسلام اباد کې د درې اړخيزې غونډې ګډونوال:د سولهييز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
په اسلام آباد کې د چين، افغانستان ا و پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه پای ته ورسېده. د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل وايي، په دې غونډه کې د درېيو هيوادونو پرسياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، سيمهييز ثبات او د ټرانزيټ په اړه خبرې وشوې.د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو له خپل چينايي سيال سره په خبري کنفرانس کې ويلي، چې له نورو شريکانو سره يوځای د سولهييز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.چينايي رسنيو هم ويلي ،چې د چين د بهرنيو چارو وزير له مولوي اميرخان متقي سره په کتنه کې ويلي ،چې چين به په هر ډول حالاتو کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.په همدې حال کې ښاغلي اميرخان متقي وړمه ورځ په اسلام آباد کې د يو شمېر سياسي ګوندونو له استازو سره هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو خبرې کړې دي.د يادونې وړ ده چې پاکستان او چين تر دې وړاندې هم ويلي چې په سيمه کې د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی.
د يوبل خبر له مخې : د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي پاکستان ته د خپل سفر پر دوام د ياد هېواد د پوځ له لوی درستيز جنرال عاصم منير سره کتلي.د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضياء احمد تکل پر ټوېټرپاڼه ليکلي، چې دواړو لورو په دې ليدنه کې پر سيمهييز امنيت، د خلکو په تګ راتګ کې د آسانتياوو پر رامنځته کېدو او د افغان کډوالو پر اړوندو مسايلو هر اړخيزې خبرې وکړې.
دا ليدنه په داسې حال کې ترسره کېږي ،چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي وو، چې د سوکاله او باثباته افغانستان لپاره ټولې هڅې کوي.
ښاغلی اميرخان متقي د جمعې په ورځ د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره د يو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی وو.