ټولنه او کلتوردینی لیکنې

په اسلامي ټولنو کې د سنتو هېرول او پرېښودل

رسول الله ﷺ فرمايلي دي: «زما د امت د فساد پر مهال، زما په سنتو عمل کوونکي لره؛ د سلو شهيدانو ثواب دی(الطبراني و البهیقي)

رسول الله ﷺ فرمايلي دي: «زما د امت د فساد پر مهال، زما په سنتو عمل کوونکي لره؛ د سلو شهيدانو ثواب دی(الطبراني و البهیقي)

ابن قيم رح وايي: څومره چې څوک رسول الله ﷺ ته نږدې کېږي؛ هغومره يې عقل پوره کېږي او څومره چې څوک له رسول اللهﷺ لرې وي؛ هغومره يې په عقل کې فساد او نقصان وي.(الصواعق المرسلة: ٣/ ٨٦٤)

د سنتونو په عملي کولو کې د يو لړ نورو ګټو ترڅنګ داهم ده چې په برکت سره يې بنده ته د فرائضو او واجباتو توفیق ور په برخه کېږي، البته که څوک سنتونو ته په سپکه سترګه وګوري او یو کار په همدې دليل پرېږدي چې دا خو هسې یو سنت کار دی؛ بيا نو د فرائضو هم چندانې اهتمام نه ساتي.

بدبختانه نن سبا په اسلامي ټولنو کې د رسول الله ﷺ ډیر سنتونه هېر شوي او پرېښودل شوي، چې يو شمېر يې په لاندې توګه دي.

١_  په مياشت کې يو ځل قرآنکريم ختمول.

۲_  د ماخستن له لمانځه وروسته ژر ويده کېدل.

٣_  د مسلمانانو حوائج پوره کول.

۴_  مسلمانانو ته دعا کول.

۵_  سپينې جامې اغوستل.

۶_  له ماښام وروسته ماشومان د باندې نه پرېښودل.

۷_  د ويده کېدو پر مهال اور مړ کول.

۸ _ د ماښام لخوا د لوښو سر پټول.

٩_ د خوب پرمهال دروازه تړل.

١٠ـ له ګناه وروسته دوه رکعته د توبې لمونځ کول.

١١ _  په ستړي مشو کې د بل چا لاس ژر نه پرېښودل.

١٢_ له مسافر او مېلمه سره له کوره وتل.

١٣_ خپل وصيت ليکل.

١٤_ باران ته د بدن څه برخه لوڅول.

١٥_  پرنجېدونکي انسان ته (یرحمک الله) ويل.

١٦_ دغم/ مصيبت پر مهال (انا لله و انا اليه راجعون)ويل.

١٧_  دخوشحالۍ په وخت (الحمد لله)ويل‌.

١٨_د حيرانتيا په وخت (سبحان الله)ويل.

١٩_ له ناروا سترګې ساتل.

٢٠_ بازار ته د ننوتلو په وخت( لا اله الا الله وحده لاشريک له ، له الملک وله الحمد يحي ويميت وهو حی لایموت بیده الخير وهو علی کل شئ قدير) ويل.

٢١ _ د جمعې په ورځ سورت کهف ويل.

۲۲_ د ارګمي پر مهال خوله په لاس پټول.

٢٣_ له آذان وروسته دعا کول.

۲۴_ له مؤذن سره د آذان کلمې تکرارول.

۲۵ _  د مياشتې د ليدلو په وخت کې  (اللهمَّ أهلَّهُ علينَا بالأمنِ و الإيمانِ، و السلامةِ و الإسلامِ، و التوفيقِ لما تحبُ و ترضى، ربُّنا و ربُكَ اللهُ) دعا ويل.

۲۶ _ له لارې څخه زيانمن شی لرې کول.

٢٧_له خوب وړاندې بستره څنډ وهل.

٢٨_  په اوداسه باندي وېده کېدل.

٢٩_ د رخصتیدا پر مهال سلام کول.

٣٠_په څښاک کې دری ځله ساه(دمه) کول.

٣١_ له خوراک وروسته دعا کول.

٣٢_له خوراک وروسته لاسونه مینځل.

٣٣_ له مسلمان ورور سره  په ورين تندي او تبسم مخامخ کېدل.

٣٤_تهجد (د شپې لمونځ کول).

٣٥_ په جماعت کې لومړي صف ته تلوسي.

٣٦_مسجد ته په ښۍ پښه ننوتل او په چپه پښه راوتل.

٣٧_د جامو د اغوستلو او ايستلو په وخت کې (بسم الله)ويل ويل.

٣٨_ په پوښاک کې ښی بوټ/چوټه مخته کول او په ایستلو کې چپ مخته کول.

٣٩_له خوبه د راوېښېدلو پر مهال په مخ لاس تېرول.

٤٠_ له خوبه د راوېښېدلو پر مهال دا دعا( الحمد لله الذي احيانا بعد اماتنا واليه النشور) ويل.

٤١_بیت الخلا (ضرورت ځای ته) په چپه پښه ننوتل.

٤٢_په ښۍ پښه راوتل.

٤٣_ مسجد ته په ښۍ پښه ننوتل او په چپه پښه راوتل.

٤٤_ په کورنيو چارو کې له خپل اهل سره همکاري کول.

٤٥_ خوراک په دريو ګوتو کول.

٤٦_ په دسترخوان لویدلې ګوله خوړل.

٤٧_ د جمعي لمانځه ته وختي تلل.

٤٩_ مسجد ته له ننوتلو سره سم دوه رکعته لمونځ کول.

٥٠_ په اوداسه کې د ګڼې(تخته) ږيرې خلالول.

٥١_ د خره د اوزا د اورېدلو پر مهال(أعوذ بالله من الشيطان الرجیم) ويل.

٥٢_ د چرګ د آواز پر مهال دعا کول.

٥٣_ له هرې مياشتې څخه د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم  درې روژې نیول.

٥٤_ ارګمی له ځانه لرې کول.

٥٥_ د شپې له مخې د خوب پرمهال سترګې تورول.

٥٦_ د غوصې(قهر) پر مهال په الله تعالی له شیطانه پناه غوښتل.

٥٧_ يوازې شناخته نه، بلکې په هر چا سلام کول.

٥٨_ د ناوړه خوب له ليدلو وروسته دری ځله چپ لوري ته لاړې توکل او(أعوذ بالله من الشيطان الرجیم) ویل.

٥٩_ په سفر کې د ملګرو لخوا د يو مشر ټاکل.

٦٠_ له سهار لمانځه وروسته تر لمر ختلو په مسجد کې انتظار ایستل او وروسته د اشرق لمونځ کول.

٦١_ قیلوله (د غرمې خوب) کول.

٦٢_ په ښي اړخ قبلې ته مخامخ ويده کېدل.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button