ټولنه او کلتوردینی لیکنېمقالې او تبصرې

په اسلامي ټولنه کې د ښځو ارزښت ډېر دی

څه موده وړاندې د ښځو د ورځې په مناسبت افغان حکومت ته ګوته ډېره نیول کېده او دا له دې امله چې ګواکې دوی هغه حقونه ترې تروړلي چې دلته نږدې دوه لسیزې ورکول کېدل، ما همدا موضوع انټرنیټ کې وپلټله او د دوی له خپلو خولو مې جالبې په کې پیدا کړې.

څه موده وړاندې د ښځو د ورځې په مناسبت افغان حکومت ته ګوته ډېره نیول کېده او دا له دې امله چې ګواکې دوی هغه حقونه ترې تروړلي چې دلته نږدې دوه لسیزې ورکول کېدل، ما همدا موضوع انټرنیټ کې وپلټله او د دوی له خپلو خولو مې جالبې په کې پیدا کړې.

یو وخت دلاور فیضان چې تېره اداره کې د کوچیانو رئیس و، محمد اشرف غني پر دې ملامت کړ، چې له اسلامي امارت يې غوښتي چې پر «قرآن» ورسره خبرې وکړي؛ ده په تمسخر یوه ټلوېزيوني بحث کې وویل، چې ډاکټر غني د مذاکراتو لپاره «قرآن شریف » ډېر نه یاد وي، که رښتیا هم پر همدې قرآن فیصله سره وکړو، نو زموږ د ټول «حکومت» به یو یو لاس نه وي، له الفه تر یا په غلا کې ډوب يو!

له دې مثاله جوتېږي چې دا کېدای شي ازمویل شوي، که د ټولنیز عرف، دود دستور او سړیتوب په قاموس کې د «شرم» په نامه کومه اصطلاح لري، باید په هېڅ صورت هم په هېڅ مسئله کې ځان ته د نظر ورکولو حق ور نه کړي، د نیوکې یا د اصلاح په نیت د مشورې خو باید فکر لا ونه کړي.

که زموږ دیني تاریخ را واخلئ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر له غزا وروسته په داسې موقف کې و، چې قريش د بلې زورورې جګړې پر تیارو بوخت و، شاوخوا ته مېشتو قبیلو د مسلمانانو د پياوړي کېدو خطر حس کړی و، په کور دننه منافقانو وېره احساسوله او یهود پوی شوي وو، چې دا خلک اوس د خپل فعالیت لپاره له مدینې منورې د مرکز په حیث کار اخلي او دې مرکزیت د دوی رول ته په دې شرط چې که پر یهودیت پاتې شي، تاوان پېښولی شوی.

په همداسې حساسو شرایطو کې چې د ذئ‌الامر غزا تازه خلاصه شوې وه او د احد لپاره د قریشو تیاری په بشپړېدو دی، د بنو قینقاع یهودو چې د همکارۍ تړون هم ورسره شوی و، په ډک بازار کې د یوې ښځې حجاب ته لاس وغځاوه، له همدې موضوع په همدې حساس وخت کې خبره تر جګړې ورسېده او پوره دوې اوونۍ یهود په خپلو کلاوو کې محاصره شول، چې وروسته په تسلیمۍ هوکړه وشوه.

د یوې وا معتصما چیغې د خلافت له درباره د لښکرو بهیر روان کړ او د یوې پېغلې لیکلې کرېږې له بغداده سیند ته د سرښندویانو اسونه وځغلول؛ دې ټولو پېښو ثابته کړې چې زموږ دیني اصول پر ناموس ساتنې سر ځارول شهادت بولي.

که دودیزو تړونونو ته راشو، نو عینو مېرمن خپل خاوند ته له دې امله دروازه وتړله او شپه يې د باندې پرې تېره کړه چې د اعلیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله له لښکره ولې بې اجازې راغلی، د ملالې یوې چیغې د میوند ګرمو دښتو کې له سرښندونکو تنده هېره کړه او د زرغونې انا یوې مشورې په خپل زوی کې یوازې د کندهار ساتنې نه؛ بلکې هېواد ساتنې روحیه پیاوړې کړه.

افغان مېرمن؛ هغه څوک چې که د قومونو تر منځ ټکر راغی هم؛ یوازې پړوني خپرولو به يې نارینه بې همتۍ ته نه پرېښودل چې د دې پړوني قدر ونه کړي او جګړه ونه دروي، د دغسې دیني او ملي تاریخ لرونکې مېرمن تېرو دوو لسیزو کې پر نورو معیارونو، تلو او ارزښتونو وتلل شوه، دې تولونکو اوازه ګډه کړه چې په دې ډول يې د نړيوالو ښځو؟ په کتار کې دروي، عزت ورکوي او درنوي يې؛ خو ثابته شوه چې دا د توهین تر ټولو بد ډول و، چې په رنګارنګ ښایسته پوښونو – مساوات، حق، کار، بشري حقونه – پوښلی و.

دلته تاسې د وخت – په اصطلاح – لومړۍ مېرمنې یو قول ولولئ: «ښه مې په یاد دي چې ۴۴ کاله وړاندې ښځو ته په ښه سترګه کتل کېدل، نارینه به ښځه خپله ناموس بلله، خو اوس ښځې په دولتي او خصوصي ادارو، بازارونو او هر ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ دي.» (رولا غني، ۲۰۱۸/۱/۱۰)

دا خبره که هغه وخت بل چا کړې وای، یا يې اوس څوک په تشریحي ډول وکړي، نو ګواکې افغان ولس ته يې ښکنځل کړي او دا وریادوي چې ګواکې د «بې ناموسۍ» په وضعیت کې ښکېل یاست، خو زموږ ملت ته دا پېغور د پروموټ پروژې تمویلوونکې په ارګ کې ناستې عیسایڼې خورا په زغرده راکړ؛ هیچا پرې غوږ ونه ګراوه؛ ځکه له واقعیت سره ټکر کېدل، دې اسناد لرل او د خپلې پروژې پر مټ يې دا هرڅه په میدان ښودلی شوای.

تر هغه وړاندې، چې دلته د ټاکنو په نامه د دوو کسانو تر منځ د ډيموکراسۍ د مسخره کېدو نندارې زور اخیستی و، د «WCLRF» په نامه ادارې د خپلې شوې سروې جزئیات خپاره کړل، دوی مشخصاً په تعلیمي ادارو ورغلل، له خلکو سره يې خبرې وکړې، ځوانې پېغلې او ښوونکي يې را وغږول، اداري مسؤلین يې وغږول او په واز کومې يې یوه شرموونکې فیصدې خپره کړه، د دې ادارې یو تن غړي قدرت الله برومند په خبري کنفرانس کې وویل، چې یوازې تعلیمي ادارې نه،بلکې په جنسي ځور کې دوهمه درجه کې کاري ادارې او دفترونه راځي.

هغه وویل، د یو کال په اوږدو کې يې د مرکز په ګډون په څو ولایتونو کې څېړنې کړې، ورته ثابته شوې چې ۹۱ سلنه ښځې په تعلیمي ادارو او ۸۷ سلنه يې په کاري ادارو او دفترونو کې له جنسي ځور سره مخ دي، چې دا ځور بېلابېل ډولونه لري.(۲۰۱۵/۴/۲۸)

خبره پر دې اعترافاتو او شرمونو نه ختمېږي، همدا د مارچ میاشت وه، د اسلام له نظره د ښځو حقونه، په یو سیمينار کې بیانېدل او د پای مراسمو ته يې ډاکټر عبدالله عبدالله چې هغه وخت اجرائیه رییس او د واک شریک و، په خپلو خبرو کې پر دې بې وسۍ اعتراف وکړ، ويې ویل، جنسي ځور په ادارو کې یو «عادي کار» ګرځېدلی، که څه هم هغه د تعقیب او توقیف اخطارونه بیان کړل، خو له وروستۍ بې وسې جملې يې ښکارېده چې دې وضعیت ته قصداً زمینه برابره شوې ده، ځکه خو يې پر مخاطبینو غږ کړل: «تاسې يې پر ځان تصور کړئ، دا ډېره سخته ده!» (۲۰۱۶/۳/۸)

په نظامي لیکو، روغتيايي مراکزو او نږدې د ژوند ټولو هغو ساحو کې چې له یو نه یو دولتي ارګان سره يې اړیکه پیدا کېدای شوه، دا ډول زړه خوړونکي اعترافات شته، د دې لپاره دیني یا عرفي حل نه غوښتل کېده، بلکې د دې پروژو د پیل لپاره هم پیسو ته اړتیا وه چې باید ښځينه‌و مصرف کړې وای او د ختم لپاره يې هم د ښځينه‌و استخدام ته اړتیا وه، ځکه خو د امریکايي پرمختیايي ادارې خبر ورکړ، چې د «پروموټ» له لارې روزل شویو دریو تنو يې د «حریم» او «امن ټولنه» په نامه داسې سافټویرونه جوړو کړي چې په موبایلونو کې په انسټال سره به يې ښځينه ځان خوندي احساسوي.(۲۰۱۶/۳/۴)

له دې پورته لنډو یادښتونو او اشارو نه دا موخه ده چې اوسنی وضعیت یا حاکمیت دې ورسره مقایسه شي او نه هم دا موخه ده، چې ګواکې که اوس هم د ښځې په حق کې هرڅومره زیاتی وشي، په اړه يې دې غږ نه پورته کېږي، ولې؟ ځکه چې وړاندې يې هم په حق کې زیاتی شوی، نه؛ دا یوازې تاریخي یادښت و، د هغه چا په اړه چې له دغسې شرموونکي تاریخ سره سره کله کله د «بشري حقونو، ښځينه حقونو» اصطلاحاتو ته ژبه ور اوږدوي.

که د بشر تاریخ منصفانه مطالعه شي، نو لوستونکی دې اعتراف ته رسوي چې یوازې اسلام دی، چې ښځې ته يې د شرف مقام ورکړی، میلیونونه انسانان يې د صفا او مروا تر منځ په منډو هر کال یاد را ژوندی کوي، د مکې معظمې په ټوله جغرافیه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اقتصادي اوږه ورکوي، له ټولو انسانانو وړاندې يې پر نبوت شاهدي ادا کوي، له ټولو انسانانو وړاندې د مکې معظمې په دښتو کې د دین لپاره خپل وجود قرباني کوي، په کورنیو موضوعاتو کې د دین مسائل راتلونکو نسلونو ته رسوي او د حدیبې په سوله کې يې پر مشوره عمل کېږي؛ خو که نورو تمدنونو ته وکتل شي نو د فرانسې فیلسوف به «ښځينه توب» د انسانیت عیب ګاڼه، بودا به ورسره اړیکه د نارینه په کمزورۍ دلیل ګاڼه، یونان به ښځه د هوس رانۍ ادرس ګاڼه، روم به د ساتېري وسیله، غرب په انسانانو کې نه ګڼله او شرق کې به چين له بادارانو سره وینځې ژوندۍ خښولې، هند يې په ګېډه کې لا ختموي او ځواني کونډې له مېړه سره یو ځای ستې کېدلې او افریقا به پرې له غوایانو سره یو ځای یويې کوله!

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button