
په اسلامي نظامونو کې د حاکم او ولس مسؤلیتونه
د افغانستان په ګډون په زیاترو اسلامي خاورو کې اوږده موده وشوه چې پر خلکو شاهي، دیکتاتورو، کمونېستو، نشنلېستو، ډیموکراتو، جمهوري او نورو حکومتونو واکمني کړې ده.
د افغانستان په ګډون په زیاترو اسلامي خاورو کې اوږده موده وشوه چې پر خلکو شاهي، دیکتاتورو، کمونېستو، نشنلېستو، ډیموکراتو، جمهوري او نورو حکومتونو واکمني کړې ده. په دغو هېوادونو کې افغانستان یوازینی هېواد دی چې تازه پکې د یوه اسلامي نظام بنسټ اېښودل شوی دی. دغه واکمنۍ ددې لامل شوې دي چې د مسلمانانو په ذهنونو کې د اسلامي حکومت یا نظام انځور تت شي. خلک د اسلامي نظام – حکومت په اړه عجیب او غریب تصورونه پیدا کړي دي. ځینې خلک داسې انګېرې چې حاکم یا د حکومت مشر باید یوازې هغه څه تطبیق کړي چې خلک یې غواړي او د خلکو د غوښتنو سره سم باید قوانین پلي کړي. یو شمېر خلک بیا دا تصور لري چې حاکم باید یوازې هغه څه پلي کړي چې ملي یا نشنلیستي ګټې یې غوښتنه کوي. بله ډله خلک بیا داسې فکر کوي چې هر څه چې حاکم او د دولت مشر پلي کوي همغه سم دي او همغه معیار دی او د حکومت وګړي یې باید په پټو سترګو پیروي وکړي.
په داسې حال کې چې د اسلامي نظام او د اسلامي نظام د رهبر او چارواکو په اړه پورتني تصورنه سم نه دي. په اسلامي نظامونو کې د حاکم یا رهبر اساسي او بنسټیزه دنده دا ده چې اسلامي شریعت یا الهي وحي پلې کړي او په دې برخه کې هېڅ ډول تعامل او مصلحت ونه کړي. د اسلامي نظام له مشر، خلیفه یا امیرالمومنین سره د الله تعالی د نازل شوي شریعت پر تطبیق بیعت کېږي او د حکومت ټول وګړي په سمع او طاعت باندې مکلف کېږي. یعنې امیرالمومنین به ژمنه کوي چې د الله سبحانه و تعالی شریعت پلی کوي او خلک به د امیر د اوامرو او دستوراتو د زړه له تله اطاعت او پيروي کوي. نو د حاکم اساسي دنده دا ده چې الهي وحي لکه څنګه چې لازمه ده تطبیق کړي او په دې برخه کې د وګړو نفسي غوښتنې او یا هم د بهرنیانو فشارونه په پام کې ونه نیسي. د اسلامي حکومت وګړي هم باید له حاکم او مشر څخه یوازې ددې هیله ولري چې حاکم اسلامي شریعت پلی کوي. د حاکم او رهبر بله اساسي دنده او مسوولیت دا دی چې د مسلمانانو مصالح خوندي کړي او هغه دا چې مسلمانان باید له هره اړخه پر ځان بسیا او سوکاله ژوند ولري.
همداراز د مسلمانانو یا د اسلامي نظام د رعیت اساسي مسوولیت دا دی چې د اسلامي نظام له مشر او نورو چارواکو سره د امر باالمعروف او نهی عن المنکر اړیکې ولري. یعنې دا چې مسلمانان او په ځانګړې توګه علماء او متنفذین د اسلامي نظام مسوولینو او چارواکو ته متوجه وي او کله چې د نظام مسوولین او چارواکي د اسلامي شریعت په پلي کولو کې تېروتنه او یا هم غفلت کوي او یا د اسلامي امت د مصالحو پر ځای ملي ګټو، د خلکو نفسي غوښتنو او یا نورو غیر شرعي انګېزو ته ترجېح ورکوي، محاسبه وکړي او خپل اساسي مسوولیت ته یې راوګرځوي. همدارنګه مسلمانان مسوولیت لري چې که د اسلامي نظام هغه چارواکي او مسوولین چې د مسلمانانو د مصالحو په تامین کې ناغېړي کوي او یا هم داسې کړنې کوي چې هغه د نظام د کمزورۍ لامل ګرځي، امر باالمعروف ورسره وکړي او خپلې دندې ته یې متوجه کړي.
د حاکم او رعیت پورتني مسوولیتونه او همداراز د دوی ترمنځ د پورتنۍ اړیکې تصور په راشده خلافت کې په ډېره څرګنده توګه پیدا کولی شو. ددغو مسوولیتونو په درک کولو او ادا کولو سره یو پیاوړی نظام رامنځته کېږي. هم الهي مکلفیت ادا کېږي او هم د نظام او رعیت ترمنځ ډېره نېږدې او پیاوړې اړیکه رامنځته کېږي او په پایله کې یو پیاوړی حکومت رامنځته کېدلی شي.
لیکنه: امین الله احساس