اقتصاد

پنجشېر کې لومړی ځل د زمردو نندارتون پرانیستل شو

61 / 100

د پنجشېر په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د زمردو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم په یادو مراسمو کې ویلي، چې د یاد نندارتون موخه زمردو ته د کورنیو او نړیوالو سوداګرو پاملرنې جلبول دي.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي امین الحق صاحبي د یاد نندارتون د پرانيستلو په تړاو د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه نندارتون کې په ۸۰ غرفو کې لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، کرنیز محصولات، روغتیايي بوټي، او نور بېلابېل توکي نندارې ته اېښودل شوي و، چې موخه یې د هېواد زمردو ته د کورنیو او نړیوالو سوداګرو پام را اړول ښودلي دي.

ورته مهال د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، چې اوسمهال په پنجشېر کې د زمرودو  ۱۲۰۰ کانونه ثبت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button