
پـه تولیـدي فابـریکـو پانګونه به د اقتصاد پياوړتیا کې مهم ګام وی
اوس مهال افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري ، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه ، طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو... اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هیواد کې پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږي ، پر دې بنسټ د هیواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هیواد کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کیږي چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوی چې په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړي ، البته په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې ، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.
شاه محمود درویش
اوس مهال افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري ، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه ، طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو… اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هیواد کې پانګونه او دصنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږي ، پر دې بنسټ د هیواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هیواد کې د تولیدي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کیږي چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوی چې په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړي ، البته په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې ، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی.
البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که دسیمې او نړۍ هیوادونه د نورو مرستو پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی ، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږی ، ځکه له یوپلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی ، له بل پلوه هیوادوالو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو د اقتصادی پرمختګ سبب کېږی، چې دغسې پانګونې به بهرنیو هیوادونو ته د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتیا هم له منځه یوسي ، پردې بنسټ په ځانګړي توګه د هیواد ملي پانګه وال باید د ملي او هیوادنی سپیڅلي احساس له مخې په هیواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي یعنې د یوسالم رقابت په اساس د هیوادوالو د لومړیتوبونو په نظرکې نیولو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څیزونو د تولیداتو سترې او کوچنئ فابریکې او کارخانې جوړې کړې ترڅو په هراړخیز ډول د هیوادوالو داړتیا وړ څیزونه په هیواد کې دننه تولید اود خلکو د استفادې وړ وګرځي په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوي چې په هلمند کې د وروستیو درییو میاشتو پرمهال څه باندې ۴۰ فعالو شوو فابریکو کې له درې زرو ډیرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده ، هلمند په تیره شل کلنه جګړه کې یو له ناامنو ولایتونو څخه ګڼل کیده چې د نورو برخو ترڅنګ صنعت او سوداګرۍ هم په کې نږدې په ټپه دریدلې وه، خو اوس ددغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکو ویلي چې ۴۰ تر ۵۰ فابریکې فعالې شوي اوله ۳ زرو ډیرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده ، د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس په وینا چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې ۶۹ لویو او انفرادي شرکتونو
جوازونه اخیستي او له ۴۰ تر ۵۰ تولیدي کارخانو فعالیت پیل کړی دی، نوموړي داهم ویلي هڅه یې داده چې په هلمند کې نور ملي سوداګر هم پانګونې ته وهڅوي.
دغه راز په دې وروستیو کې په جوزجان ولایت کې د ترکستان په نامه د یوې فابریکې د مسوولینو له قوله هم ویل شوي چې هره ورځ له ۱۲ تر ۱۳ ټنه د کنجدو غوړي تولیدوي چې پر ولایتونو سربیره بهرنیو هیوادونو ته یې هم صادروي ، د یادې فابریکې مسوول ویلي: د فابریکي لپاره یې ماشین الات له چین څخه وارد کړي او دامهال ۴۰ کسان ورسره پر کار بوخت دی ، د نوموړي په وینا دغه ماشینونه مو له چین څخه وارد کړي او واردولو یې درې میاشتې وخت ونیوه او دیوه کال په موده کې نصب کړای شول ځینې ماشینونه مو له کندز څخه غوښتي او نورهم د نصبیدو په حال کې دي چې هریو یې ځانته دنده لري د کنجدو غوړي، پنبه دانه او زغر باسي او له فلتر وروسته یې بوشکو کې بازارته وړاندې کوو، په ورته مهال د یادې فابریکې کارکوونکي خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او وایي چې له همدې لارې د خپل ژوند او د خپلو ماشومانو د زده کړو لګښتونه پوره کوي
دغه رازد جوزجان ولایت د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینوهم ویلي چې ددغه شان فابریکو جوړیدل د یاد ولایت اوسیدونکوته کاري فرصتونه برابروی او د ځوانانو د غیرقانوني کډوالۍ مخه نیسي ، د یاد ریاست د رئیس په وینا دغه فابریکه او دې ته ورته نورې فابریکې به کروندګر خپلو کښتونو ته وهڅوي او وطني تولیدات به وده وکړي ، چې دهیواد پراقتصاد به مثبته اغیزه ولري ، له دې وروسته به دخلکو کښتونه او کرنه په کورونو کې نه پاتې کیږي پنبه به بازار کې پلوري او پنبه دانه به فاریکې باندې پلوري او کنجد اوزغر به هم فابریکې ته راوړي ، سوداګر او پانګه وال باید لاس په کار شي او دفابریکو جوړولو ته اقدام
وکړي .
له شک پرته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هرډول تولیدي فابریکو او کارخانو جوړیدل غوره اقدام دی ځکه چې دغه فابریکې او کارخانې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرولو سربیره د هیواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري. داهم واقعیت دی چې په هیواد کې دننه دهر راز صنعتي او تولیدي فابریکو جوړول په کوردننه د هیوادوالو د اړتیاوړ څیزونو د برابرولو ترڅنګ په ټولیزه توګه د ګران هیواد په اقتصادي ودې او پرمختګ کې ګټور ارزښت لري او هم هیواد له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته ور اړوي په دي هیله چې دافغانستان اسلامي امارت لاهم کورني او بهرني پانګوال په هیواد کي دننه پانګونې ته وهڅوي او د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی. دیادونې وړه ده چې
د هیواد قدرمن پانګه وال او ملي سوداګر باید دهلمند ولایت په څیر دهیواد په نورو ولایتونو کې هم د ډول ډول تولیدي فابریکو او کارخانو پرفعالولو پانګونه وکړي ترڅو له یوه پلوه دهیواد بې کارو او بې روزګارو ځوانانو ته په کې د سالم کار او روزګار زمینه برابره شي او له بل پلوه په دغه تولیدي او صنعتي فابریکو کې
د باکیفیته تولیداتو پر مټ د هیوادوالو اړتیاوې هم په مناسبو وختونو کې پوره شي.