
سیاست
پر ډيورنډ فرضي کرښه د ۱۰۵ امنيتي پوستو د جوړولوکار بشپړ شوی
په کندهار کې د ۲۰۵نمبر قول اردو مسئولينو ويلي، چې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰پوځي پوستې جوړېږي، چې له دې جملې څخه د ۱۰۵ پوستو کار بشپړ شوي او د ۲۵ نورو د جوړولو کار روان دي. ياد قول اردو وايي، د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سړک جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دي. د دوی په خبره ياد سړک ۶۰۵ کيلومتره اوږدوالۍ لري چې تر دې مهاله ۲۷۰ کيلومتره سړک جوړ شوي او د پاتې سړک د جوړولو کار دوام لري. افغان حکومت ويلي ، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسيساتو او سړک جوړولو هڅې يې د ولس او هيواد د لا ښه امنيت په موخه پيل کړې دي.