اقتصاد

پر وچکالۍ سربېره هم افغانستان د غلو په توليد کې ځان بسياينې ته نږدې شوی

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ارګ د احسن العلوم مدرسې د حديث شريف دورې د ۳۰ فارغانو د دستاربندۍ مراسمو کې ګډون او وينا کړې.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ارګ د احسن العلوم مدرسې د حديث شريف دورې د ۳۰ فارغانو د دستاربندۍ مراسمو کې ګډون او وينا کړې.په دغو مراسمو کې د رياست الوزراء د دفتر عمومي رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع، د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د اسلامي امارت يو شمېر مسئولينو او د يادې مدرسې استادانو هم شتون درلود.غونډه کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال ويلي: علم له ايمان وروسته مهم نعمت دی او موږ د علم او وحدت په برکت نن د يو مسلمان امير تر قيادت لاندې د اسلامي نظام څښتن يو. نوموړي زياته کړې: د اسلامي امارت بهرنۍ پاليسي په بريالۍ توګه د پلي کېدو په حال کې ده، له ګاونډيو، د سيمې هيوادونو او نړۍ سره حسنه اړيکي لرو او په ۱۷ هيوادونو کې زموږ سياسي نماينده ګۍ خلاصې دي.مولوي عبدالکبير ويلي: که نړۍ په الفاظو نه وايي: خو عملاً دوی اسلامي امارت په رسميت پېژندلي دي او د سفارتونو او سوداګرۍ لپاره د بندرونو او لارو پرانيستل او له اسلامي امارت سره د تعلقاتو دوام په همدې معنی دي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال د هيواد اقتصادي وضعيت ته په اشارې زياته کړې: پر وچکالۍ سربېره افغانستان د غلو او دانو په توليد کې ځان بسياينې ته نږدي شوی او تېر کال افغانستان پنځه ميليونه ميټريک ټنه غنم توليد کړي، چې د قوشتېپې کانال د چارو په بشپړېدو سره به د دې برخې کمي هم پوره شي.نوموړي ويلي؛ د افغانستان په هره ولسوالۍ کې د يو چک ډيم جوړول پلان شوي او په اساسي ډول د سالنګ د پاتې ۸۰ کيلومټره لويې لارې په جوړېدو سربېره د افغانستان د لويو لارو جوړول لومړيتوب دي او دغه ټول کارونه اسلامي امارت په خپلو کورنيو امکاناتو ترسره کوي.مولوي عبدالکبير له نړۍ سره په اقتصادي او سياسي برخو کې د افغانستان د سيال ګرځولو لپاره عملي اقداماتو ته په اشارې زياته کړې؛ اسلامي امارت د هرې برخې لپاره ځانګړي پلانونه لري او د افغاني کرنسۍ د ثبات په څېر به ملت په نږدې راتلونکې کې د ټولو اقداماتو مثبتې پايلې وګوري.د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو رئيس مولوي محمد نبي محمدي او مفتي احمد ذاکري د علم د اهميت په اړه ويلي؛ د فضيلت دستار تړل يو بل لوي مسئوليت دی، چې نن يادو فاضلانو ته ور له غاړې کېږي.نوموړو زياته کړې، تاسو د پيغمبر (ص) وارثان ياست او دغه مقام ته د مجاهدينو د وينو په برکت رسېدلي ياست.ډاکتر ملا عبدالواسع يادو فارغانو ته ويلي:  تاسو بايد له کتاب، قلم او علم سره دوامدارې اړيکې ولرئ او د اشغال له پای ته رسېدو او د اسلامي نظام له ټينګښت وروسته بايد اوس دغه مسئوليت په امانتدارۍ او ديانت ترسره کړئ.نوموړي د احسن العلوم مدرسې د حديث شريف دورې فارغانو ته د اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري د ځانګړي چاپ شوي پيغام يادونه هم کړې، چې وروسته ټولو فارغانو ته وېشل شوي. همداراز د ارګ د احسن العلوم مدرسې د استادانو په استازيتوب مولوي اغا محمد فيضان ټولو فارغانو او د هغوی کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دستاربندۍ په دغو مراسمو کې له ټولو ګډونوالو څخه مننه او هغوی ته د خير دعا کړې.غونډه د مولوي عبدالکبير، د رياست الوزراء دفتر د عمومي رئيس او د احسن العلوم مدرسې د استادانو له لوري فارغانو ته د فضيلت دستار په تړلو پاي ته رسېدلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button