سرلیکنې

پر نشه يي توکو روږدي کېدل، د ناسم چاپېريال زېږنده!

61 / 100

هېڅوک له موره پر نشه يي توکو روږدي نه دي پيدا شوي، بلکې پر نشه یی توکو روږدي کېدل د ناسالم چاپېریال زېږنده ده.په چاپېریال کې ناسالم ملګري او انډیوالان د دې سبب کېږي چې یوکس پر نشه يي توکو روږدی او د هلاکت کندې ته ور ولوېږي. متل دی، وايي: « چې اوسې په خوی به د هغو شې.»

 ځينې وختونه د مافیايي کړیو له خوا هم په بېلابېلو بڼو خلک پر دغه ناوړه مرض اخته کېږي، په ځانګړي ډول د دوی هدف د ټولنې شتمن افراد وي، چې له دې لارې يې شتمنۍ ته سترګې پټوي.

هېڅوک باید دا لویه خبره ونه کړي، چې ګواکې څوک يې په نشه یی توکو نه شي روږدی کولی، که چېرې د نشه یی توکو مافیا وغواړي ،چې یو کس پر نشه يي توکو روږدی کړي، هغوی ته ډېره آسانه خبره ده او په ډېر لږ وخت کې دغه چاره ترسره کولی شي.

د افغانانو، زړه ډکي قاتلین له هرې لارې هڅه کوي، چې د افغانانو د قتل زمینه برابره کړي. په تېره بیا د نشه يي توکو له لارې، ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې ورغلي افغانان عمداً پر نشه يي توکو روږدي کړي، په ګاونډيو هېوادونو کې هڅه کېږي، چې افغان کاريګران په دې پلمه چې د (حشيشو) په استعمال سره فزیکي قوت زیاتېږي د تریاکو خوراک ته هڅول کېږي.

که څه هم د امريکا په مشري د ناټو غړي هېوادونه، چې د افغانانو نېغ قاتلین او دښمنان وو، وتښتېدل ،خو افغان ملت ته يې پر نشه يي توکو شاوخوا څلور ميليونه معتادين او د نشه يي توکو پراخ توليد او پروسس په ميراث پرېښود.

له نېکه مرغه چې اسلامي امارت د کوکنارو کرکیلې ته (نه) ویلي او په خپل ټول قدرت هڅه کوي چې د کوکنارو کرکیله د صفر کچې ته را ټیټه کړي. هیله ده د بشر دغه وژونکي مواد نور ورک او د روږدو کسانو لاسرسی ورته کم شي.

په نشه یي توکو کې هم د کیفیت په لحاظ زیات توپیر موجود دی ، نسوار، سګریت ، چلم ، قیلون ، غمزه ، شیشه ، تابلیت K، د شرابو ډولونه، دا ټول د نشه يي توکو په ډله کې راځي چې استعمالوونکي يې تر یوه وخته د ناوړه ژوند مهلت لري.

په نوره نړۍ او ان ګاونډیو هېوادونو کې هم د تریاکو د کورنۍ پر ټولو ډولونو کلک بندیز دی او استعمالوونکي یې د قانون پر وړاندې مجرم ګڼل کېږي ، پلورونکي اوسوداګران، خو یې پر ځای پرېږده چې د اعدام تر سرحده مجرم ګڼل کېږي او کلک مجازات ورکول کېږي ، خو په افغانستان کې د تېر جمهوریت پرمهال موضوع برعکس وه. په مجموع کې ټول نشه يي توکي د امنیتي او قضایي ارګانونو تر غټو او رڼو سترگو لاندې له آزاد بازارنه په پیروي په آزادانه ډول پلورل کېدل او استعمالېدل چې په دې توګه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر میلیونونو کسانو ته رسېدلی و او دا شمېر د استعمال د آزادۍ په ترڅ کې ورځ تر بلې ډېرېده ، ځکه تېر حکومت کومه پاملرنه ، نه ورته کوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button