سرلیکنې

پر نشه يي توکو بندیز؛ د باثباته ټولنې اړتيا!

پر نشه يي توکو اعتياد د انساني ټولنې لپاره خورا ستر سرخوږی او ستونزه ده، په نشه يي توکو روږدي کسان نه يوازې ځان ته ستونزې ولاړوي او ژوند بربادوي، بلکې ټولنې ته هم ډېر زيان رسوي. ټولنه کې د وژنو، اختطاف، جنسي ځورونې او ورته نور جرمونه ډېر د هغو خلکو له لوري ترسره کېږي، چې په يو نه يو ډول نشه يي توکي کاروي.

57 / 100

پر نشه يي توکو اعتياد د انساني ټولنې لپاره خورا ستر سرخوږی او ستونزه ده، په نشه يي توکو روږدي کسان نه يوازې ځان ته ستونزې ولاړوي او ژوند بربادوي، بلکې ټولنې ته هم ډېر زيان رسوي. ټولنه کې د وژنو، اختطاف، جنسي ځورونې او ورته نور جرمونه ډېر د هغو خلکو له لوري ترسره کېږي، چې په يو نه يو ډول نشه يي توکي کاروي.

دوه لسيزې وړاندې کله چې امريکا او ناټو د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، پر نورو ناخوالو سربېره يې افغان ملت ته د نشه يي توکو د توليد او اعتياد سوغات هم له ځان سره راوړ.  د اشغال په ټوله کرغېړنه دوره کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکو له ټولو ستر توليدوونکی هېواد يادېده او په دغې موده کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون شاوخوا څلور ميليونه افغانان د نشه يي موادو پر استعمال روږدي شول.

واک ته له رسېدو سره سم اسلامي امارت په ټول هيواد کې د کوکنارو پر کرلو او دغه راز د هر ډول نشه يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال کلک بنديز ولګاوه او پر نشو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې لپاره ځانګړې هڅې پيل شوې، دا هڅې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې يوه مهمه برخه ده.

له نېکه مرغه اوس پر نشو روږدي ډېر کسان راټول شوي او تر درملنې لاندې دي. دا اقدام نه يوازې د خلکو ژوند ژغوري، بلکې ټولنې ته هم د امن او سوکالۍ پيغام رسوي. د اسلامي امارت دغه هڅې د ټولنې د وګړو د روغتيا او ثبات لپاره ډېرې مهمې دي.

دغه راز د مخدرو موادو د کښت د منع کولو برخه کې د اسلامي امارت هڅې هم د پام وړ دي. کوکنار، چې په تېرو کلونو کې په پراخه کچه کرل کېدل، اوس د اسلامي امارت له خوا منع شوي دي. دا پرېکړه د افغانانو او نړيوالې ټولنې له خوا ستايل شوې ده، ځکه چې دا د ټولنې لپاره د اوږدمهالي ثبات او پرمختګ لامل کېږي. د کوکنارو د کښت منع کول د مخدرو موادو د توليد او قاچاق پر وړاندې يو مهم ګام دی، چې په نړيواله کچه د امنيت او ثبات د راوستلو لپاره مهم دی، خو له دې ټولو پرمختګونو سره سره، حکومت بايد له درملنې وروسته روغو شويو کسانو ته د کاري فرصتونو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. که چېرې دغه کسان له درملنې وروسته بېکاره پاتې شي، نو د دې امکان شته ، چې بيا نشه يي توکو ته مخه وکړي. د دوې لپاره حکومت بايد په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه پيدا کړي او د دې کسانو لپاره د مسلکي او حرفوي زده کړو پروګرامونه پيل کړي. د روزګار برابرول به نه يوازې د هغوی اقتصادي وضعيت ښه کړي، بلکې له دوی سره به ټولنې ته د بيا راستنېدو په لاره کې هم مرسته وکړي.

همدارنګه، د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې بزګرانو سره هر اړخيزه مرسته کول هم ضروري دي. دا بزګران چې مخکې يې له کوکنارو عوايد ترلاسه کول، اوس اړتيا لري چې بديل معيشت ته لاسرسی ولري. حکومت بايد د دوی لپاره د نورو کرنيزو محصولاتو د کښت په هکله معلوماتي او آموزشی سيمينارونه جوړ کړي او کروندګرو ته د زعفرانو، چای، انجې، غنمو او نورو کرنيزو محصولاتو تصفيه شوي تخمونه، سرې او درمل ورکړي.

همدارنګه، د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازار موندنه او د هغوی لپاره نړيوال مارکېټ ته لاسرسی برابرول هم بايد د حکومت په لومړيتوبونو کې شامل وي. بزګرانو ته د نويو تخمونو، کيمياوي سرو او اوبو رسولو سيستمونو ته د لاسرسي برابرول به د دوی د ژوند کيفيت لوړ کړي او دوی به وهڅوي چې د کوکنارو پر ځای ګټور کرنيز توکي وکري.

د افغانستان لپاره د مخدرو موادو پر وړاندې مبارزه يوه اوږده او پېچلې لاره ده. د اوسني حکومت هڅې د ستايلو وړ دي، خو لا ډېر کار پاتې دی. نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه د افغانستان دوستان بايد په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي. د دې ستونزې د حل لپاره يوه ګډه او پراخه ستراتېژي اړينه ده، چې په ترڅ کې يې ټولې اړوندې خواوې په ګډه کار وکړي او خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

د دې لپاره چې موږ باثباته او له مخدرو موادو پاکه ټولنه ولرو، بيا نو د دغه ټولنيز مسئوليت بار يوازې د حکومت پر اوږو اچول بسنه، نه کوي، بلکې ديني عالمان، ښوونکي، بانفوذه شخصيتونه او رسنۍ هم باید په دې برخه کې خپل مسئولیت سرته ورسوي او د عامه پوهاوي له لارې ټول هيوادوال د مخدرو موادو د استعمال له زيانونو خبر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button