سرلیکنې

پر خپله سټه ولاړ نظام هر ډول ننګونې ننګولی شي

اوس مهال په ټوله نړۍ کې ډېره پاملرنه پر اقتصاد او اقتصادي تګلارو متمرکزه ده. که تر پوزې ماړه او شتمن هیوادونه دي او که بېوزلي، خپله اقتصادي پیاوړتیا ورته لومړیتوب لري. تر دې چې سیاسي کړنلارې او د بهرنۍ پالیسۍ مراندې یې هم لا ور پورې تړلې دي، د درېیمې نړۍ پر هیوادونو د شتمنو ملکونو تاخت وتاز او یرغلونه یې ښې بېلګې دي .

اوس مهال په ټوله نړۍ کې ډېره پاملرنه پر اقتصاد او اقتصادي تګلارو متمرکزه ده. که تر پوزې ماړه او شتمن هیوادونه دي او که بېوزلي، خپله اقتصادي پیاوړتیا ورته لومړیتوب لري. تر دې چې سیاسي کړنلارې او د بهرنۍ پالیسۍ مراندې یې هم لا ور پورې تړلې دي، د درېیمې نړۍ پر هیوادونو د شتمنو ملکونو تاخت وتاز او یرغلونه یې ښې بېلګې دي .افغانستان چې په دې وروستیو کې له پورته اختناق او تېریو په ډېرو درنو قربانیو ځان خلاص کړی، لیدل کېږي چې پر دغې مهمه لاره لومړني قدمونه په ډېر تدبیر او احتیاط ږدي او دا کار یې ځکه د ستایلو وړ دی چې په ډېر کم وخت کې یې له تمې پورته سترې اقتصادي پروژې پیل کړې دي.د نن په دې مکاره، بېداره او چالاکه دنیا کې ډېره مهمه داده چې څوک باید د بل تر بار لاندې دومره بار نه شي چې خپل لاس یې وتړل شي او مجبور وي ،چې د بل پر حکم وچلېږي، له دې چارې د خلاصون یواځینۍ لاره خپلې اړتیاوې له خپلو عوایدو پوره کول او له نورو د مشروطو پورونو نه غوښتل دي .د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه دتېرې سه شنبه په ورځ د غبرګولې مياشتې په لومړۍ نېټه د روان ۱۴۰۳ل کال بودیجه توشېح کړه او لکه څنګه چې د مالیې وزارت ویلي : دروان مالي کال د ملي بودجې په سند کې  دخلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او د سږکال ملي بودجه هم د تېر کال په شان له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې …؛ دا ډېر امید بښونکي څه دي چې ان شاءالله راتلونکې به مو روښانه وي.که د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې په همدغه ډول په دقت روان وي، زموږ باور دا دی چې پر کورنیو ننګونو سربېره به حتی وکولای شي چې نړیوالې ننګونې هم وننګوي .

وما ذالک علی الله بعزیز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button