سرلیکنې

پر افغانانو هېڅوک فرمایشي موخې نه شي راتپلی

څرګنده خبره ده چې د ځمکې پرمخ د انسانانو بېلابېلې پرګنې اوسې په دوی کې جلا جلا قومونه دي چې یوبل سره په بڼو، رنګونو، ژبو، رسم و رواج، مذاهبو او د ژوند ګردو کړو وړو کې لږ یاښه ډېر توپیر لري.

څرګنده خبره ده چې د ځمکې پرمخ د انسانانو بېلابېلې پرګنې اوسې په دوی کې جلا جلا قومونه دي چې یوبل سره په بڼو، رنګونو، ژبو، رسم و رواج، مذاهبو او د ژوند ګردو کړو وړو کې لږ یاښه ډېر توپیر لري. البته دا ګرد سره توپیرونه د هماغه خالق او مالک د قدرت له نښانو  ګڼل کیږي چې نه باید د فضلیت او غوره والي معیارو بللی شي، نه د شخړو او د ښمنیو لپاره پلمه وګرځي او نه څوک داحق لري چې د خپل ژوند طور. طریقې او رسم ورواج جبراً پرنورو وتپي. بلکې دګرد بشریت د خیر بنسېګڼې، امنیت او سوکالۍ بشپړ ضمانت په دې کې دی چې هروخت د متقابل احترام پر اساس خپلو کې ژوند او ګوزران وکړی. خو له بده مرغه اوسنۍ نړۍ داسې نه ده، اوس دلته یومخ د ځنګل قانون عملاً تطبیق دی. داوخت دانسانانو ترمنځ کاملاً زور واکي او بدماشي روانه ده او هر زورور د خپل وس په کچه پربې وزله قومونو خپل راج چلوي، وسایل یې تروړي، رسم و کلتور ته یې په سپکه ګوري، هرچاته د خپلې خوښې جامه وراغوندي او یوازې پر خپله ژبه یې غږوي! په دې توګه د اوس مهال په انساني ټولنه کې دا هغه تریخ واقعیت دی چې د اشرف المخلوقات انسان له شان سره بیخي نامناسب دی. مثلاً تاسې وګورئ افغان ولس له تېرو څلور څلوېښت کلونو راهیسې یقیناً نړیوالو بدماشانو سره پر همدې لانجو کې لاس ګرېوان دی. لکه چې تر کمونیستی کودتا وروسته شورویانو پر رنګونه، روسي ژبه او د شوروي ژوند. ژواک اصول جبراً پر موږ تحمیلول  او همداسې د پرنګي اشغال په زمانه کې بیا انګریزي ژبه او کلتور، د ښځو آزادي او سل رنګه نور داسې رواجونه چې هغوی ته ارزښتونه، خو موږ ته سراسر بې دیني، بد اخلاقی او رذالتونه معلومېدل، د بمونو او توغندیو په زور خپرېدل او تطبیقېدل. بناء پردې لکه چې د اسلامی امارت رسمی ویندویانو اوټولو مشرانو په وار وار ګردو نړیوالو ته اعلان کړی چې افغانان هیڅکله او په هیڅ صورت د ګاونډیانو او نورو نړیوالو په داخلي چاروکې مداخله نه کوي اوله نوروهم ورته غوښتنه او هیله لري چې زموږ په داخلي موضوعاتو کې دې لاس وهنه نه کوي، همدغه شان ټول افغان ملت پرهمدې اصل هوډمن دی چې موږ پرنورو  غرض نه کوو او هغوی دې پر موږ د خپل ژوند بڼه نه راتپي. په دې کې هیڅ شک نشته چې دا زموږ فطري، انساني، اصولي او معقول مسلم حق دی چې د خپلې خوښې پر مذهب، کلتور او رسم و دود پابند پاتې شو او نور خلک مو په دغسې موضوعاتو کې نه کومه مداخله وکړي او نه فرمایشونه راکړې بلکې دا مو هم ورباندې حق دی چې زموږ د دغو ارزښتونو پوره پوره درناوی ولري. همدا په نړۍ کې د امنیت، ښه ګوزران، ورورۍ او برابرۍ لاره او له دې اصل نه مخالفت یقیناً پرته له دښمنۍ او پارونې بل څه نه ده. زموږ دګاونډیو په شمول ګرد نړیوال باید په خلاصو غوږو  واوري چې افغان ولس د خپلواکۍ ساتنې او خپلو همدغو ارزښتونو لپاره له تېرو څلورنیمو لیسزو راپه دې خوا بې مثاله قربانۍ ورکړې او لاهم پر خپل همدغه هوډ کلک ولاړ او لا دېرو سرښیندنو ته چمتو دی. تردې چې نړیوالو داهم د سر په سترګو ولیدل چې پر افغانستان د ناروا یرغلونو په نتیجه کې څومره نړیوالې معادلې بدلې او څومره زوروا کان له برم او بدماشۍ را ولوېدل. همدا د غوڅ اکثریت افغانانو اراده، غږ او یقین دی او موږ پرټولې بشري نړۍ دا حق لرو چې ويې مني او درناوي یې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button