
سیاست
پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کي د چاپان سفیر تاکاشي اګادا وکتل.
په ناسته کي په دوه اړخیزو اړیکو او سیاسي وضعیت په اړه خبرې وشوې. د چاپان سفیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د متفاوتو نظرونو له شتون سره سره یې هیواد له افغان چارواکو سره د تعامل پلوی دی. دغه راز محترم متقي صاحب په کلې ډول د افغانستان وضعیت مثبت وباله او زیاته یې کړه چې سیمه او نړۍ دي د مثبتو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره واقعبین ووسي تر څو د همکارۍ او هماهنګۍ د فضاء په رامنځته کولو سره پرمختګونو او تعامل ته لاره هواره شي.