سرلیکنې

پرونی غصب اونننی عدالت!

ملتونه او هيوادونه په عدالت او انصاف نېکمرغه کېږي او په بې عدالتۍ او نا انصافۍ يې ثبات او نېکمرغي له منځه ځي؛ اسلام له بل هر مذهب او نظامه د عدالت او انصاف غوښتنه ډېره کوي؛ خو د عدالت تامين يوازې په شعارونو او کمپايني غونډو او جلسو نه راځي، بلکې زړور او زغرده اقدامات غواړي.

ملتونه او هيوادونه په عدالت او انصاف نېکمرغه کېږي او په بې عدالتۍ او نا انصافۍ يې ثبات او نېکمرغي له منځه ځي؛ اسلام له بل هر مذهب او نظامه د عدالت او انصاف غوښتنه ډېره کوي؛ خو د عدالت تامين يوازې په شعارونو او کمپايني غونډو او جلسو نه راځي، بلکې زړور او زغرده اقدامات غواړي.

تېر شل کاله چې دلته د اشغال تر چتر لاندې يوه بې واکه اداره حاکمه وه، هغوی هم د عدالت، مساوات، انصاف او بشري حقونو د تامين ښايسته شعارونه زمزمه کول؛ خو ورځ تر بلې د عدالت او انصاف پر ځای ظلم او وحشت وده کوله، شپنيو چاپو او ړندو بمباريو هره ورځ له لسګونو انسانانو ژوند اخيست، د مظلوم غږ خپ کړای شوی و، مال او ځمکه يې د زورواکو او لوړپوړو دولتي چارواکو له لوري غصب شوې وه.

 حکومتي چارواکو،د پارلمان وکيلانو، زورواکو او ټوپکمارو شاوخوا څلور ميليونه جريبه دولتي او د خلکو شخصي ځمکې غصب کړې وې؛ هېچا يې په وړاندې غږ هم نشوای پورته کولای اقدام خو لرې خبره وه، د بيت المال ‎ امکانات ددې پرځای چې د ملت په هوساينه او ښيرازۍ کې مصرف شي،په کور دننه او بهر د دنګو ودانيو، پلازو او کورونو په جوړولو لګول کېدل.

خو پښتنو څه ښه ويلي، چې «کوږ بار تر منزله نه رسېږي» د دوی د ظلم کاسه هم نسکوره شوه، د اشغالګرو له تېښتې وروسته زورواکو، ظالمانو او غاصبينو هم د عدالت او انصاف له ويرې پښې سپکې کړې؛ د لته يو سپېڅلی او ځواکمن مرکزي اسلامي نظام حاکم شو، د عدالت او انصاف شعار په عمل بدل شو، د دې خاورې او هيواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لپاره يې ژمنو اولادونو مټې راونغښتې او په ډېره کمه موده کې يې ډېرې غوره پايلې ترلاسه کړې.

روانه اوونۍ د عدليې وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت د حاکميت له ورځې يې تر ننه پورې له يو ميليون جريبه ډېره ځمکه له غاصبينو راګرځولې او د پاتې شاوخوا درې ميليونه جريبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو لپاره هم چټکې هلې ځلې کوي.

د تېرې ادارې چارواکو به هم د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د عدالت د تامين او د غصب شويو املاکو د راګرځولو ګرمې ژمنې کولې، خو په عمل کې نتيجه صفر وه او د نن واکمنو په پټه خوله ، له يو ميليون جريبه ډېره ځمکه له غصبه راوګرځوله، همدا د عمل او تش شعار او د نن او پرون د عدالت ترمنځ توپير دی!

د پرون ډېر واکمنان د فساد، چور تالان، ظلم او غصب علمبرداران وو، هغوی بهرنيانو د خپلو ګټو لپاره پر ملت تپلي وو، هغه مهال ځکه د فساد او ظلم مخنيوی ناشونی و، چې د چارو واګي د همدغو خلکو په لاس کې وو؛ خو د نن ورځې واکمن د خدمت او عدالت د تامين لپاره ژمن، له جرمونو پاک او د ملت رښتيني استازي دي.

شعار د هر چا ښايسته او په زړه پورې وي، خو مهم عمل دی، ملت بايد د پرديپالو رسنيو له منفي تبليغاتو اغېزمن نشي، خلک دې نن او پرون پرتله کړي،  پر کړنو او عمل دې قضاوت وکړي. د اسلامي امارت چارواکي بايد نور هم د عدالت د تامين او د ظلم او فساد د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. ملت هم بايد د نظام کلک ملاتړ وکړي، تر څو د تېرو څو لسيزو بدبختۍ او فساد په ټوله معنا له منځه ولاړ شي او د يوې باثباته، پرمختللې او هوسا ټولنې څښتنان شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button