سرلیکنې

پرمالیاتي نظام له سره کتنه په کار ده

هغه اندېښنې چې حکومتونه یې د نظام د چلښت یعنې امنیتي، عدالتي، روغتیایي، تعلیمي، تعمیري او داسې نورو خدماتو اجرا کولو لپاره له خپل رعیت را ټولوي د مالیاتو، محصول، چونکي، ټیکس او داسې نورو اصطلاحاتو په نامه سره یاديږي.

هغه اندېښنې چې حکومتونه یې د نظام د چلښت یعنې امنیتي، عدالتي، روغتیایي، تعلیمي، تعمیري او داسې نورو خدماتو اجرا کولو لپاره له خپل رعیت را ټولوي د مالیاتو، محصول، چونکي، ټیکس او داسې نورو اصطلاحاتو په نامه سره یاديږي. دا کړنه تر یوه حده پورې معقوله مجبوري ده، خصوصاً داسې حالاتو کې چې یو هېواد او ملت له کوم بهرني ګواښ او دښمن سره مخ او څه داسې مناسبه موقع نه شي ترلاسه کولی چې له نورو درکونو د یادو اړتیاو لپاره لګښتونه پوره کړی شي. همدغسې حالاتوکې بیا د اسلامي شریعت د لارښوونو په اساس هم جایزه ده چې مثلاْ له سوداګرو او نورو عایداتي مراکزو څخه څه نا څه مالیات را غونډ کړي. دلته دا یادښت هم اړین دی چې د زکات او عشر راغونډول که څه هم د یو اسلامي حکومت ذمه واري ده خو دغه مال بیا فقط د هېواد مسکینانو او بې وزلو وګړو باندې ویشل کېږي او نورو خدماتو کې یې لګول جواز نه لري. دا چې د یادې مجبورۍ له کبله دیني علماؤ د ټیکسونو اخیستلو پر جواز فتوا ورکړې ده، هېڅکله دا معنا نه لري چې واکمنه طبقه به یې په خلاص مټ د خپلو ځانو د پاللو او نازولو لپاره استعمالوي، بلکې یوازې هماغه ډېر مصروف او محصور مامورین به يې د ادنا کفاف په کچه او پوره احتیاط سره اخلي. له بده مر غه زموږ د اسلامي تاریخ په وروستیو پېړيو کې ځینو مسلمانو حاکمانو نه یوازې دا چې رعیت نه د مالیاتو په راغونډولو کې یې ظلم و جبر کړی ، په مصرف کې یې هم خورا بې احتیاطي کړې، د خپلو درباریانو، سردارانو او مداحانو پالنه کې یې له پوره سخاوته کار اخیستی او یاد مالونه یې ډېرکم د خلکو په عمومي خیر- ښېګڼه کې لګولي دي. حال دا چې د حکومتونو اصلي مکلفیت دادی چې د بیت المال پوره کولو کې له نورو لارو وسایطو کارواخلي، د مثال په ډول له خمس،  غنایم، صنایعو او د معادنو له استخراجه دغه شان د اوسنۍ زمانې د بدبختیو له جملې بله خبره دا ده چې اداري تکلفات بې حده زیات او دسرکاري مامورینو لپاره هم د رعیت له عمومي سویې پورته سهولتونه منل شوي دي. په تېره د لویانو چارواکو امتیازات خو عادتاً بیخي اوچت دي. د همدغو ملحوظاتو پر اساس  محتاط نظر دا دی چې د اسلامي امارت مسؤل چارواکي هم د هېواد پر مالیاتو، ټیکسونو او حکومتي مصارفو له سره بیا کتنه وکړي په دې برخه  کې ډېر احتیاط اوغور ځکه ضروري دي چې مشران دینداري ته منسوب او مقتدا بهم اشخاص دي نو که د یادو ټیکسونو په را غونډولو کې څه ظلم زیاتی او یایې په لګښت کې اسراف، بې  احتیاطي او ځان پالنه محسوب شي، خدای دې نکړي بیا بد نامې پر ټول دیني قیادت ورټپل کېږي او دا چاره د هېواد او ملت د راتلونکې لپاره زښته خطرناک عواقب لري. ځکه په عوام وکې بیا د دین پالونکو شخصیتونو شهرت ته زیان رسيږي، بدنامه کيږي، مخ ترې اوړي، نفوذ یې کميږي، بې تاثیره کيږي او بالاخره همدا وضعیت په سپېڅلې افغاني ټولنه کې د الحاد او بې دینۍ خپرېدو ته لارهواروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button