سرلیکنې

پردیسي افغانان دې راستانه او خپل هېواد خپله ودان کړي!

موږ تقریباً هره ورځ د نړۍ له ګوټ ګوټ نه داسې خبرونه اورو چې وایي پلاني او بستاني هېواد کې د پردېسیو کډوالو دا او هغه مشکلات دي. چېرته کیمپونو کې را ایسار، چېرته تاڼو کې بندیان، چېرته لارو کې د پولیسو له خوا ځورېدلي، څوک له بې روزګارۍ اوبې وزلۍ سره مخ او څوک د سمندر کبانو خوړلې.

موږ تقریباً هره ورځ د نړۍ له ګوټ ګوټ نه داسې خبرونه اورو چې وایي پلاني او بستاني هېواد کې د پردېسیو کډوالو دا او هغه مشکلات دي. چېرته کیمپونو کې را ایسار، چېرته تاڼو کې بندیان، چېرته لارو کې د پولیسو له خوا ځورېدلي، څوک له بې روزګارۍ اوبې وزلۍ سره مخ او څوک د سمندر کبانو خوړلې. په دې توګه دا له غم او درده ډک داستان له تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې زموږ هېواد کې پرله پسې روان او ختمېدل یې نشته. د حیرانۍ خبره خو داده چې که د کمونیستانو له لاسه خلک تښتېدل خو په بیړه یې ناروا کمونیستی فرمانونه او پروګرامونه را باندې جاري کول، که له شورویانو تښتېدل خو ډېرې سختې بمبارۍ او ټول وژنې یې کولې، که د شورویانو له وتلو وروسته تښتېدل خو بیا هم وحشتناک خپل منځي اخ وډب روان و او که تېره شل کلنه ديموکراسي کې تښتېدل خو بې درکه لوی فساد یې روان کړی واو زیاتره خلک پر خپل ایمان ډارېدل. ښه نو اوس کومه ستونزه ده؟ سړی نه پوهیږي دا خلک نور څه غواړي؟ څوک په یو بندر کې را ایسار او له بې پتۍ سره مخ، څوک بل ځای له وهلو ټکولو سره د قاچاقبرو په ولکه کې ګیر او څوک په بده ورځ او خورا ذلت سره د پردیو خدمت کې لګیا په داسې حال کې چې خپل وطن کې نه د پردیو اشغال، چاپې، بمبارۍ او بې دینۍ او  نه کوم بل ظلم وجبر. هرخواته کراره کراري، امن و امان، حیا او عزت خوندي، د خپلو ارزښتو، عقیدې او کلتور درناوی او هر سړي خپلې خوارۍ مزدورۍ ته په ډاډه زړه فارغ. پاتې شوه دا خبره چې دلته کار او روزګار نشته! نو دا خو دلمر په شان څرګند واقعیت دی چې ترڅو خپله همدا ولس مشر، کشر، پانګوال، مزدور او کسب ګرهر یو ملا ونه تړي، ربړاو محنت ونه ګالي، هیڅکله به د یو او بل په بشري مرستو نه دا هېواد ودان او سوکاله شي او نه به همدغه روان وضعیت بدل شی. مطلب تر هغو چې موږ خپله د خپل حالت بدلېدو پخه اراده نه وي کړي، څښتن تعالی هم زموږ د حال بدلولو اراده نه کوي. په دې اساس لازمه ده چې نور هر افغان پردې حقیقت سر خلاص کړي چې ښه ژوند او عزت یوازې خپل وطن کې ترلاسه کېدی شي. او دا هغه مهال امکان لري چې په عمومی ډول ګرد سره افغان ملت د پردیو له شیطانۍ او لمسونو مخ واړوي، غوږونه کاڼه او فقط خپل کارته ملا وتړي. کله چې هر افغان پانګوال خپل هېواد کې پانګونه او هر زیار کښ مزدور د خپل وطن ابادۍ کې خولې تویې کړي. بناءً اوس وخت راغلی چې نور هیڅ افغان دا لاس ته راغلی زرین فرصت ضایع نه کړي، هر پردیسی افغان خپل هېواد ته راستون او هر یو د ابادۍ، پرمختګ او ځان بسیاینې په کلک هوډ کار او زیارته ملاوتړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button