سرلیکنې

پرته له ولسي ملاتړه حکومتولي ناکامه ده!

حقیقت دادی چې حکومت د رعیت لپاره آمر نه، بلکې خادم دی او د همدې خدمت په وجه یې پر عوامو ننګه او ملاتړ هم ضروري دی. د امارت او ولایت په اړه اسلامي تعریف هم همدغه دی او که د خلکو د خدمت او پالنې اراده او احساس پکې نه وي بیا نو د مسلمانانو پر سر آمریت او حکومت کول او د بیت المال وسایل د خپلو هوسونو لپاره استعمالول پرته له فرعونیته بل څه نه شي بلل کېدی.

6 / 100

حقیقت دادی چې حکومت د رعیت لپاره آمر نه، بلکې خادم دی او د همدې خدمت په وجه یې پر عوامو ننګه او ملاتړ هم ضروري دی. د امارت او ولایت په اړه اسلامي تعریف هم همدغه دی او که د خلکو د خدمت او پالنې اراده او احساس پکې نه وي بیا نو د مسلمانانو پر سر آمریت او حکومت کول او د بیت المال وسایل د خپلو هوسونو لپاره استعمالول پرته له فرعونیته بل څه نه شي بلل کېدی. البته کله چې یوه حکومتي انتظامیه اخلاص، تقوا او صداقت ولري، د خپل رعیت خدمت کول د ثواب او الهي رضا ترلاسه کولو وسیله ګڼي، د هغوی مهمې اړتیاوې پېژني او په حل کې یې تر خپله وسه او هڅه هاند کوي، بیا نو حتمي ده چې اکثریت عام ولس به یې هم ترڅنګ درېږي، په هره ستونزه کې به یې ننګه کوي، امر به یې په ورین تندي مني او د هر دښمن په مقابل کې به یې تر څنګ درېږي. خو ددې پر خلاف کله چې ګوري چارواکي یې پر ځانپالنه او خپل عیش و نوش مصروف دي، د خلکو ضرورتونه یې له پامه  غورځولي، اړین خدمات نه شي ورته چمتو کولی، د امنیت غم یې نه خوري، قضایي او عدلي سیستم یې فلج، صحي او تعلیمي چوپړ یې کمزوری او بیت المال ته یې د چارواکو بې احتیاطه لاسونه ورغځېدلي وي نو بیا هیڅ شک نشته چې د ولس هر فرد سره هم د ملتپالنې پر ځای د ځان پالنې احساس پیدا کیږي او په ټول هېواد کې له وزیر، والي او قوماندانه رانیولې تر ادنی اجیره پورې ټولو کې د عمومي چورچپاو شانته وضعیت منځ ته راځي چې بیایې اداره کول یقیناً د هیچا د وس خبره نه ده او داسې حکومتولي له شړېدو پرته بل انجام نه لري. د مثال په ډول زموږ په هېواد کې امیر امان الله خان د خپلواکۍ په اعلانولو او افغان ولس ته د یو ستر ویاړ په ګټلو سره خورا ډېر محبوبیت، ښه نوم او د غازي لقب ترلاسه کړ، خو کله چې څوکاله وروسته یې د خپلو خلکو له ارزښتونو او غوښتنو مخ واړاوو، ډېر ژر یې پر خلاف عمومي بغاوتونه پیل  او محکم اماني امارت یې په لنډه موده  کې را نسکور شو. مطلب دا چې د رعیت عمومي دښمني او نا فرماني ته هیڅوک هم نه شي ټینګېدی. په دې اساس هر حکومت او د هېواد ټولو مشرانوته لازمه ده چې خپل ولس سره په هره برخه کې پوره محتاط چلند وکړي. ځکه زموږ د عصر وضعیت داسې دی چې موجوده جاسوسي او تبلیغاتی وسایلو هرچاته په نورو هېوادو کې د لاس وهنې او هلته د خلکو را پارونې چاره زښته ډېره اسانه کړې ده، خصوصاً د شتمنو هېوادو لپاره په بې وزله ملتونو کې. نو که چېرې د چارواکو د بې بصیرت له امله په کور دننه د ناراضو وګړو شمېر هم مخ پر زیاتېدو وي طبیعی ده چې ټول به د دښمن له خوا استخدامیږي او یو بشپړ نظام او ملت به له بلا ستونزو سره مخ کوي. ځکه خو ویلی شو چې ولسي ملاتړ ډېر ضروري دی خو دا هم یوازې په صداقت، خدمت، او شفافیت سره ترلاسه کېدی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button