سرلیکنې

پاک چاپېریال د ژوند اړتيا!

هغه ځمکه چې انسانان او حیوانات ورباندې ژوند کوي، د چاپېریال په نامه یادېږي، اوبه او اکسېجن د ژوند د چاپېریال له ټولو مهم اجزاء جوړوي، نو ځکه چېرته چې اوبه او اکسېجن نه وي، هلته د ژوند امکانات هم نشته.

هغه ځمکه چې انسانان او حیوانات ورباندې ژوند کوي، د چاپېریال په نامه یادېږي، اوبه او اکسېجن د ژوند د چاپېریال له ټولو مهم اجزاء جوړوي، نو ځکه چېرته چې اوبه او اکسېجن نه وي، هلته د ژوند امکانات هم نشته. د مفهوم او مانا په لحاظ چاپېریال ډېره خوږه کلمه ده، خو په دې شرط چې په علمي استنباط سم تعبیر شي، دا طبيعي ده، هغه څوک چې له چاپېریال څخه سم تعریف ولري، د توان په صورت کې د هېڅ ډول منفي مداخلې په اعمال د کوراو کلي ، ښار، هېواد او په نړیواله کچه چاپېریال ته د خپلو منفي مداخلاتو په ذریعه سرخوږی نه جوړوي. کور او کلی د انسان د ژوند هغه لومړنی چاپېریال تشکیلوي، چې غرونه، رغونه او فصلونه په کې شامل دي او دا د ژوند له چاپېریال څخه ډېر کوچني او لومړنی تعریف دی. ښار او هېواد د انسانانو لپاره یوڅه پراخ د ژوند چاپېریال ګڼل کېږي، چې له ماشومتوب وروسته په دوهم ګام کې انسان ورسره مخ کېږي، خوپه درېيم ګام کې نړۍ بیا د ټولو انسانانو د ژوند هغه ګډ چاپېریال احتوا کوي، چې له هغه پرته تر اوسه د ژوند کوم بل چاپېریال نه موندل شوی او  نه پېژندل شوی، نو ویلای شو چې له کوره را نیولې بیا د هېواد او نړۍ تر کچې ټوله اراضي د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو لپاره د ژوند د ګډ چاپېریال په حساب راځي، کله چې د ځمکې کره د انسانانو او حیواناتو لپاره د ژوند خوندي چاپېریال وګڼل شوه، نو چاپېریال هم بیا پر انسانانو حقوق لري چې هغه باید رعایت شي. په دې مانا چې له کورني چاپېریاله رانیولې بیا د نړۍ تر چاپېریال پورې دغه هستي بايد له جنګونو، جګړو او نورو بشري مظالمو او تاوتریخوالو خوندي وساتل شي او چاته د ځورولو اسباب په کې برابر نه شي. که په یوه هېواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، بل هېواد ته به پناه یوړل شي او که د ځمکې کره د کوم زورور له خوا تر تهدید لاندې راشي ، بیا به دغه مظلوم بشر په کومه خوا تېښته کوي، د کایناتو نورو سیارو ته خو لاره نه شي موندلای او دا هم معلومه نه ده چې ايا د الله تعالی په وېړو کایناتو کې د ژوند امکانات شته که نه؟ بشر خو زیار باسي چې کاینات هم تسخیر کړي او د ژوند امکانات په کې ولټوي.د ژوند په چاپېریال کې د انسانانو په خوا پورې حیوانات هم ژوند کوي، ځکه حیوانات هغه موجودات دي چې د انسانانو د اقتصادي اړتیاوو مکمل ګرځي او د انسان له میل سره سم د ځمکې پرمخ د ژوند جوګه دي. که چېرې انسان له حیواناتو څخه په تنګ شي، کېدای شي، د هغو موجودیت صفر کړي ،خو ترهغه چې انسان په چاپېریال کې موجود وي او ژوند کوي، له حیواناتو ډېره ګټه په لاس راوړي او حیوان د انسان لپاره په اقتصادي لحاظ یو مفید موجود ګڼل شوی او پېژندل شوی دی، نو په آسانی به یې له لاسه ورنه کړي. د دې ترڅنګ چېرې چې انسان ژوند کوي ، په خوا پورې یې د اهلي حیواناتو ترڅنګ وحشي حیوانات هم ژوند کوي، چې د ژوند چاپېریال يې د حیواني تنوع له مخې پرې ښایسته دی که څه هم یو شمېر له دغو وحشي ځناورو بشر ته په زیان هم تمامېږي، خو بیا یې هم پرخپله خوا پورې خواږه منلي او پالنه يې هم کوي، ځکه د انسانانو او حیواناتو دواړو ژوند پر اوبو او اکسېجن ولاړ دی او دا ټول په هغه چاپېریال پورې اړه لري،چې د انسانانو او حیواناتو لپاره د ژوند امکانات په کې برابروي.د انسانانو او حیواناتو ترڅنګ د نباتاتو ژوند هم په انساني چاپېریال پورې اړه لري. چېرته چې انسان ژوند کوي، هلته نباتات هم موجود وي، ځکه نباتات هم اوبو او اکسېجن ته اړتیا لري او نه یوازې دا چې د چاپېریال د سمسورتیا سبب کېږي، بلکې غلې دانې هم د نباتاتو په ډله کې دي چې د انسانانو ژوند ورپورې تړلی دی. میوه لرونکې او بی میوې ونې د چاپېریال بل سوغات دی چې هغه هم د انسانانو په ګټه په چاپېریال کې زرغونېږي او د انسانانو په لاس یې پالنه او روزنه کېږي، خو له لویه سره انسانان، حیوانات ، نباتات او ونې د چاپېریال هغه ښکلی سوغات او ارمغان دی چې الله پاک دا خاورینه او ګاګرینه دنیا پرې ښایسته او آباده کړې ده او د ژوند چاپېریال هغه الهي ډالۍ ده چې الله پاک د بشر په واک کې له ټولو امکاناتو سره په بشپړ تصرف ورکړې ده، خو افسوس چې همدغه بشر د دې پرځای چې د دې الهي نعمت شکر اداء کړي د ژوند په چاپېریال کې نورې نخرې کوي، یو بل ته ضرر اړوي او کله نا کله د ژوند همدا خوږ او ښکلی چاپېریال د جنګ جګړو او لانجو له لارې د خپلو همنوعانو پر وینو لړي، ځکه همدا بشر له دې ناخبره دی چې هرڅه د الله جل جلاله په بلا کیفه اراده کې دي. که وغواړي جهان پر بل مخ اړولی شي، نو ښه به دا وي چې د ژوند چاپېریال سوله ییز او پاک وساتو، د الهي نعمتونو شکر اداء کړو او په هر مقام کې چې یو، د کور له چاپېریاله را نیولې بیا د هېواد او نړۍ ترچاپېریال پورې چا ته د سرخوږي سبب و نه ګرځو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button