سرلیکنې

پاکه هوا د ژوند مهمه اړتيا!

هغه هوا چې موږ یې تنفس کوو ، باید پاکه وي ، ځکه هر سا کښ او ان نباتات د پاکې هوا تنفس ته اړتیا لري او د پاکې هوا تنفس د هر ډول ناروغیو په مقابل کې مجاني وقایه ده، که لږ څه نور هم انسان له ځان سره پام وکړي او د آلوده او ککړې هوا په صورت کې له ماسک څخه کار واخلي ،نو روغتیا به یې خوندي وي ،ځکه ماسکونه د ککړې هوا او سږو ته د مکروبونو له داخلېدو څخه مخنیوی کوي.

یوې علمي او څېړنیزې سروې ښودلې ده، چې هرکال په نړۍ کې د صنعتي فابریکو د فعالیت له امله په ټنونو کاربن ډای اکسایډ هوا ته پورته کیږي او دا جوته ده، چې ورځ د بلې په پرتله دغه صنعتي فعالیتونه اضافه او دهوا د ککړتیا سبب کیږي چې د هوا دا ککړتیا له یوه پلوه د (ازون) طبقه ویجاړوي او له بلې خوا د تیزابي بارانونو د اورښت او د اکسیجن د کمبود سبب کیږي. که څه هم مضر او مفید دواړه ګازات د هوا په ترکیب کې شامل دي، چې مفید یې په طبيعي ډول الهي ډالۍ ده او مضر یې په خپله انسانان جوړوي ‎،ځکه هغه دودونه چې د فابریکو له دودکشونو راوځي او یا هغه ډیزل او پټرول چې په نقلیه وسایطو کې سوځي ، که هر څومره تصفیه شوي هم وي په هوا کې د کاربن د فیصدۍ په زیاتوالي کې رول لري ، موږ لیدلي هغه وارداتي ډیزل او پترول چې د جمهوریت په دوران کې به افغانستان ته را تلل ۸۰ سلنه یې آلوده اوتقلبي وو، چې د هوا په ککړتیا کې یې له نن څخه زیات رول درلود ، له نېکه مرغه چې د دې ستونزې مخه اوس د اسلامي امارت د نورم او سټنډرډ ادارې د منسوبینو له خوا په بشپړډول کنترول او مخه یې کلکه نیول شوې ده ، ځکه له رسنیو اورو چې هره ورځ د بندرونو په لابراتورونو کې تقلبي تیل تشخیص او بېرته اصلي مرجع ته ورګرځول کېږي، چلوونکي خواران په دې څه خبر دي، چې واسطې ته یې سم که ناسم تیل وراچولي او په دې هم نه پوهېږي چې د تقلبي تیلو د استعمال په صورت کې یې له سلنسر څخه څنګه تدریجي مرګونه را اوریږي؟

په هر صورت تنفسی هوا (د ژوند چاپیریال) نه یوازې مضر ګازات ککړوي، بلکې هغه نامطلوب شیان یا عناصر چې له هوا سره یوځای شي او پر ژوندیو موجوداتو بده او ناوړه اغیزه وکړي، د چاپیریال د ککړتیا په نوم یادیږي او دغه کار په اکثرو هغو ښارونو او نیمه ښارونو کې چې د کانالېزاسیون ډاډمن سیستم نلري هم لیدل کیږي ، دغه ککړ مواد په ځمکه کې جذبیږي او ترځمکې لاندې د اوبو زیرمو ته په ځان رسولو سره هم زیان رسوونکی منفي تاثیر شیندي، عارضي بادونه او(بړبوکۍ)هم کله ناکله د ښارونو په منځ کې د سړکونو او کوڅو پر سر پرتې هغه وچې خاورې او خځلې چې فضله مواد ورسره ګډ وي هوا ته پورته کوي چې دا له ټولو زیات د هوا د ککړتیا سبب کیږی.

 کله چې په اروپا کې صنعتي انقلاب نه و را منځ ته شوی ،نو د هوا د ککړتیا خبرې نه اورېدل کېدې، ښارونه او اطرافونه ټول پاک وو، خو کله چې دغه انقلاب رامنځ ته شو، چاپيريال خپل (امنیت) له لاسه ورکړ، ځکه هر ډول ګازات ورسره ګډ شول، د ملګرو ملتونو د سازمان د یوه راپور په حواله هره ورځ په زرګونوماشومان د ککړې هوا له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي ،ځکه د ککړ چاپیریال د ناوړه اغیزو لوړ قربانیان هغه ماشومان دي چې د بدن مقاومت یې له لویانو کم وي او د همدغه سازمان د بل راپور له مخې په کال کې څه باندې درې ميلیونه بالغ کسان هم د ککړې هوا له لاسه مري چې ۹۰ سلنه له دې قربانیانو په پرمختللو هېوادونو کې دي ، چې د مړینې عمده عوامل یې نفس تنګي، برانشیټ، د زړه حملې او همدارنګه مختلفې تنفسي آلرژۍ دي ،خو لکه د مخه چې وویل شول د ژوند د مصئون اوخوندي چاپیریال را منځ ته کول هم تر لوړه بریده د انسانانو په لاس کې دي ،ځکه پاکه هوا په شنو ونواو سمسور چاپیریال کې موجوده وي چې شنه ساحه د یوه ښار له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کیږي او مسئولین باید ژوره پاملرنه ورته ولري. په هرځای کې چې د نوي ښار د بنسټ ډبره ایښودل کیږي، چاپيریالي او فني اړخونه یې باید ټول وسنجول شي، پارک او شنه ساحه باید ښارته د هوا د جریان په مبدأ کې جوړه کړای شي، نه په داسې ځای کې چې بادونه د ښار پر سر پورته شوې ککړه هوا بېرته مخ پر ښار وروړي ، تجربوښودلې ده چې یوه (ونه) کولای شي د اتلسوکسانولپاره کافي اوکسیجن تولید کړي. که چیرې موږ یوه زړه ونه چپه کوو، نو د انصاف له مخې یې پر ځای باید دری نیالګي کښېنوو، پخوا به خلک له زرګونو کیلومترو څخه د پاکې هوا د تنفس لپاره کابل ته راتلل ،ځکه د کابل د هوا جریان د لوېدیځ له خوا و، د پغمان د لوړو غرونو او سمسورې درې تازه هوا او نري شمال به د کابل ښار له فضا څخه ککړه هوا توږله ،خو په خواشینۍ سره چې اوس د کابل هوا د نفوسو او نقلیه وسایطو د کثرت له وجې د هېواد په کچه له ټولو د ککړې هوا په بڼه اوښتې ده ، دغه ښارچې د شپږ سوه زره کسانو د استوګنې لپاره جوړشوی و ، اوس پکې تر (اته) ميلیونو پورې وګړي ژوند کوي او پر پخوانیو سړکونو یې اوس د موترو پرځای پلي کسان هم نه ځاییږي او کله چې برښنا نه وي ،نو له څلوېښتو زرو ترپنځوس زرو پورې لوی او واړه د برښنا د تولید جنراتورونه چالان وي چې پر دودونو او د هوا پرتصفیه يې د پغمان د لوړوغرونو د بادونو زور نه رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button