سیاست او دولت

پاکسـتان کـې د کـډوالـو عـالي کمېشـنري د افغانانـو وضعيـت څېـړي

24 / 100

شریعت: له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ګړندیتوب اندېښنې لا پر خپل ځای وې، چې د قانوني کډوالو د استوګنې کارټ «پي او آر» د اعتبار مودې په پای ته رسېدو سره د هغوی د وضعیت په اړه اندېښنې لا ډېرې شوې دي.

د یادو اندېښنو په لړ کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډ په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی او د دغه سفر موخه یې هلته د افغان کډوالو د وضعیت څېړل دي.

په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي پاکستان ته د ښاغلي ګرانډ سفر تائید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی به د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، چې فیلیپو ګرانډ په اسلام آباد کې د قبایلي او سرحدي چارو له وزیر سره د کډوالو په اړه خبرې وکړي او له دې پرته به نوموړی له نورو پاکستانیو چارواکو او دغه راز له افغان کډوالو سره هم غونډه ولري.

د نوموړي له تګ سره سم، په تازه خپاره شویو رپوټونو کې هلته مېشت افغان کډوال پر دوی د لګېدلو بندیزونو، اقتصادي ګواښونو، د وېزو نه تمدید او د پاکستاني پوځیانو له لوري له نیول کېدو شکایتونه کوي.

دوی وايي، کوربه هېواد دې د کډوالو ځورولو او جبري ایستلو ته د پای ټکی کېږدي.

په پاکستان کې مېشت کډوال طاهر وايي، چې پاکستان او د کډوالو په چارو کې نړیوال سازمانونه دې په ګډه د دوی ستونزې ته حللارې پیدا کړي: «د پاکستان له حکومته زما غوښتنه دا ده، چې د کډوالو له نړیوالو سازمانونو سره مرسته وکړي، څو داسې یوه اساسي لاره پیدا کړي چې هم د دوی پر ګټه وي او هم د کډوالو».

د وېزو تمدید بله ستونزه ده، چې افغان کډوال یې په اړه اندېښمن دي او شکایت کوي چې په دې برخه کې له ګڼو کړاوونو سره مخ دي.

په پاکستان کې بل افغان کډوال حاجي نظر په دې اړه ځايي خبریالانو ته ویلي: «د وېزو د تمدید اداري پروسیجر خورا ستونزمن او اوږد دی، ډېرې پیسې اخلي چې افغان کډوال د دغو پیسو د پوره کولو توان نه لري».

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون یوه غړي محمد خان محمدزي په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي: «پاکستان په زوره د کډوالو د ایستلو تګلاره خپله کړې او دا به د کډوالو لپاره جدي زیانونه ولري».

د پاکستان حکومت د روان زېږدیز کال په پیل کې ویلي وو، چې د ناقونونه کډوالو د ایستلو لړۍ تر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال، چې پي او آر کارټونه لري او د اعتبار موده یې ختمېږي، له خپلې خاورې وباسي.

خو د روان کال د اپرېل په ۲۳مه د پاکستان کابینې د اعتبار موده د درې میاشتو لپاره وغځوله، چې په راروانو څو ورځو کې بېرته اکسپایر کېږي، چې د یاد کارټ لرونکي افغان کډوال یې د خپل کاروبار او ژوند په اړه اندېښمن کړي دي.

افغان کډوال اسد الله ساپي ځايي رسنیو ته ویلي: «د دغه کارټ په اکسپایر کېدو سره د هغوی کارونه زیانمنېږي، د راتلونکي لپاره بیا هم د پاکستان پالیسي هېڅ معلومه نه ده».

ځینې نور وايي، چې د دغو لنډمهالو کارټونو له امله یې سوداګري زیانمنه او پوځیانو ته یې د ځورولو پلمې په لاس ورځي.

که څه هم موږ وغوښتل، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د تازه صورت حال په اړه د افغانستان د کډوالو چارو وزارت نظر هم واخلو،خو په مکرر ډول د وزارت د ځواب په اخیستو بریالی نه شو.

په پاکستان کې د دېره افغان کډوال کره شمېر نه دی معلوم، خو د «یو این ‌ایچ ‌سي ‌آر» د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې د ټولو افغان کډوالو شمېر له درې میلیونو اوړي، چې له دې ډلې څه کم یو نیم میلیون د کډوالۍ ځانګړي کارټونه لري او ۳/۱ میلیون نور ثبت نه دي.

ورته مهال د پاکستان حکومت وايي چې شاوخوا ۸۰۰ زره نور افغانان د افغانستان د تابعیت په نوم کارټونه لري، چې پاکستان د افغانستان د پرځېدلي جمهوري رژیم په غوښتنه ورکړي وو.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د یادې میاشتې تر پای پورې له هېواده د وتلو خبر ورکړ او د نوامبر له لومړۍ څخه یې د جبري ستنولو بهير پيل کړ، چې لا هم روان دی.

باختر خبري اژانس د کډوالو چارو وزارت له قوله ویلي، چې له پاکستان او ایرانه ۲۰۰۰ کډوال او د سپین بولدک او تورخم له لارې له پاکستانه څه کم ۱۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم دوی د خپلو هېوادوالو راتګ ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو د دوحې غونډې په څنډه کې یې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې افغانان په زوره ایستلو ته اړ نه کړي او پرېږدي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي. نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button