سرلیکنې

پاکستان کې د افغانانو د ځـورولـو لامل څه دی؟

دا چې له یوې خوا افغانستان په وچه کې راګیر دی، له بلې خوا پاکستان سره تربل هر ګاونډي خورا زیاته اوږده پوله لري چې طبعاً زموږ ډېرې سیمې یعنی دولس ولایتونه ورسره نښتي او د زیاتره وګړو لپاره بهر او بیا سمندرته هم نږدې واټن له همدې هېواده ممکن دی، دریم داچې له ډیورنډ کرښې ورها خوا د محکومې پښتونخوا اوږده پټۍ موقعیت لري چې خلک یې پرته له شکه موږ سره په قومیت، مذهب، کلتور، ژبه او نورو ټولنیزو برخو کې له بشپړ اشتراک او وحدته برخمن دي، څلورم دا چې زموږ هېواد دا وخت کاملاً یو مصرفي او په وارداتو متکي اقتصاد لري چې تقریباً له روغتیایي اړتیاوو نیولې بیاتر هر ډول تخنیکي وسایلو او خدماتو پورې هر ډګر کې نوروته اړمن یو، همداوجه ده چې افغانان په تخنیک، طبابت، سوداګری او ډېرونورو مواردو کې حتماً تر ټولو نوړو هېوادو پاکستان ته ډېر مجبور او راشه درشه یې انتهایي ورسره زیاته ده.

دا چې له یوې خوا افغانستان په وچه کې راګیر دی، له بلې خوا پاکستان سره تربل هر ګاونډي خورا زیاته اوږده پوله لري چې طبعاً زموږ ډېرې سیمې یعنی دولس ولایتونه ورسره نښتي او د زیاتره وګړو لپاره بهر او بیا سمندرته هم نږدې واټن له همدې هېواده ممکن دی، دریم داچې له ډیورنډ کرښې ورها خوا د محکومې پښتونخوا اوږده پټۍ موقعیت لري چې خلک یې پرته له شکه موږ سره په قومیت، مذهب، کلتور، ژبه او نورو ټولنیزو برخو کې له بشپړ اشتراک او وحدته برخمن دي، څلورم دا چې زموږ هېواد دا وخت کاملاً یو مصرفي او په وارداتو متکي اقتصاد لري چې تقریباً له روغتیایي اړتیاوو نیولې بیاتر هر ډول تخنیکي وسایلو او خدماتو پورې هر ډګر کې نوروته اړمن یو، همداوجه ده چې افغانان په تخنیک، طبابت، سوداګری او ډېرونورو مواردو کې حتماً تر ټولو نوړو هېوادو پاکستان ته ډېر مجبور او راشه درشه یې انتهایي ورسره زیاته ده. غالباً د پاکستان حاکمان هم د افغانانو دغه مجبوري ویني نو غواړي چې له دې موقع هم استفاده وکړي او د هر افغان وګړي له ورتللو، بېرته راتللو او هلته نیولو هم څه ناڅه ټکس او محصول ترلاسه کړي. خو دا چې هغوی د بهرنیو ځواکونو له  شړل کېدو وروسته څه شي وهڅول څو په اوسنۍ کچه د افغانانو په ځورولو لاس پورې کړي، ښایي تر هرڅه مهم لامل یې د دوی هغه ډار او حسد وي چې افغانستان کې د خپلواکي، ثبات او استحکام له منځ ته راتلو ورسره مخ کیږي. ځکه دوی ته هغه مسایل او موضوعات ډېر ښه ورمعلومیږي چې د افغانستان د پرمختګ په صورت کې یې اټکل کوي. پاتې شوه د دوی هغه پلمه چې وایي د اسلامی امارت له واکمنۍ سره سم پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو په حملو او بریدونو کې شدت او زیاتوالی راغلی او دعوا کوي چې افغانستان کې یې مرکزونه جوړ دي او له همدې ځایه خپل جګړه ایز فعالیتونه تنظیموي، نو حقیقت دا دی چې پورتنۍ دعوا د ګڼو دلایلو پر بنا یو مخ باطله او غلطه ده. ځکه ښکاره ده چې که د مخالفینو د شتون خبره وي نو یقیناً زموږ هم ډېر مخالف کسان پنجاب کې دېره دي. مطلب دا چې د دوو ګاونډیانو په توګه به خامخا یو شمېر کسان یو او بل ته ورځي او په څه وجه به هلته پنا اخلی. البته جنګ جګړې او بیا شدت او زیاتوالی پکې راتلل یقیناً خپل جلا ځانګړي عوامل لري او هغه دا چې مثلاً دلته شل کاله بهرنې ځواکونو دېره او ټول لویدیځ له نظامی، مالی او سیاسي پلوه پکې ښکېل او په یوه پراخه جګړه یې لاس پورې کړی و چې افغانستان او پاکستان دواړو هېوادو کې پرته له څو اجیرو ټولګیو نور ګرد سره ولسونه یې دښمنان او مخالفین وو. خو څرنګه چې هغه مهال نظامی د باو ډېر زیات او په معمولی مخالف سره یو کس هم د بهرنیانو او هم یې د کورنیو بړیڅو له خوا تر بریدلاندې نیول کېدی، ځکه خو معلومه ده چې د بهرنیانو تروتلو او دهغوی د نظامی او مالی امکاناتو له کمېدو وروسته به خامخا یا د مخالفت کې زیاتوالی او پرمختګ راغلی وي. خو له بده مرغه د پاکستان عسکری او سیاسي مشرانو دغه عوامل له پامه غورځولي او یوازې د اسلامی امارت پرملامتولو یې تمرکز کړی.

حال دا چې په دې ډول به یې هیڅکله کومه ستونزه حل هم نه شي. البته زیات احتمال دا هم شته چې د دوی اوسنی بد چلند به پر یوې ملی دښمنۍ بدلیږي او ان راتلونکي نسلونه به هم ترې اغېزمن کیږي. نو ښه به داوي چې د پاکستان د حکومت مشران پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button