سیاست

پاکستان کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت په رسمي بڼه افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې ده. د افغانستان سفارت له لوري په جوړه شوې ناسته کې د سفارت سرپرست، د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت د کونسلګرۍ څانګې رئيس او تخنيکي پلاوي ګډون کړی و.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت په رسمي بڼه افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې ده. د افغانستان سفارت له لوري په جوړه شوې ناسته کې د سفارت سرپرست، د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت د کونسلګرۍ څانګې رئيس او تخنيکي پلاوي ګډون کړی و. په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکيب وايي، په پاکستان کې مېشته افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهير اړين دي. نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له ورغلي پلاوي څخه د دې بهير د فعالولو له کبله مننه کړې ده. شکيب ويلي، چې له دې وروسته د پاسپورت غوښتونکي کولی شي د پاسپورت فورم آنلاين ترلاسه او پر ټاکلي وخت سفارت ته مراجعه وکړي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، چې ډېر ژر به د انلاين فورم سيستم لينک پر ټويټر، فيسبوک او د سفارت د وېب پاڼې له لارې خپور کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button