سرلیکنې

پاکستان دې د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي

له یوې خوا افغانستان په وچه کې راګیر دی، له بلې خوا پاکستان سره تربل هر ګاونډي خورا زیاته اوږده پوله لري،چې طبعاً زموږ ډېرې سیمې یعنې دوولس ولایتونه ورسره نښتي او د زیاتره وګړو لپاره بهر او بیا سمندر ته هم نږدې واټن له همدې هېواده ممکن دی، دریم دا چې له ډیورنډ کرښې ورها خوا د محکومې پښتونخوا اوږده ليکه موقعیت لري

له یوې خوا افغانستان په وچه کې راګیر دی، له بلې خوا پاکستان سره تربل هر ګاونډي خورا زیاته اوږده پوله لري،چې طبعاً زموږ ډېرې سیمې یعنې دوولس ولایتونه ورسره نښتي او د زیاتره وګړو لپاره بهر او بیا سمندر ته هم نږدې واټن له همدې هېواده ممکن دی، دریم دا چې له ډیورنډ کرښې ورها خوا د محکومې پښتونخوا اوږده ليکه موقعیت لري،چې خلک یې پرته له شکه موږ سره په قومیت، مذهب، کلتور، ژبه او نورو ټولنیزو برخو کې له بشپړ اشتراک او وحدته برخمن دي، څلورم دا چې زموږ هېواد دا وخت کاملاً یو مصرفي او په وارداتو متکي اقتصاد لري،چې تقریباً له روغتیایي اړتیاوو نیولې بیا تر هر ډول تخنیکي وسایلو او خدماتو پورې هر ډګر کې نوروته اړمن یو، همداوجه ده چې افغانان په تخنیک، طبابت، سوداګرۍ او ډېرو نورو مواردو کې حتماً تر ټولو نوړو هېوادو پاکستان ته ډېر مجبور او راشه درشه یې انتهایي ورسره زیاته ده. غالباً د پاکستان حاکمان هم د افغانانو دغه مجبوري ویني نو غواړي چې له دې موقع هم استفاده وکړي او د هر افغان وګړي له ورتللو، بېرته راتللو او هلته نیولو هم څه ناڅه ټکس او محصول ترلاسه کړي. خو دا چې هغوی د بهرنیو ځواکونو له  شړل کېدو وروسته څه شي وهڅول څو په اوسنۍ کچه د افغانانو په ځورولو لاس پورې کړي، ښایي تر هرڅه مهم لامل یې د دوی هغه ډار او حسد وي چې افغانستان کې د خپلواکۍ، ثبات او استحکام له منځ ته راتلو ورسره مخ کېږي. ځکه دوی ته هغه مسایل او موضوعات ډېر ښه ورمعلومېږي چې د افغانستان د پرمختګ په صورت کې یې اټکل  کوي. پاتې شوه د دوی هغه پلمه چې وایي د اسلامی امارت له واکمنۍ سره سم پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو په حملو او بریدونو کې زیاتوالی راغلی او دعوا کوي چې افغانستان کې یې مرکزونه جوړ دي او له همدې ځایه خپل جګړه يیز فعالیتونه تنظیموي، نو حقیقت دا دی چې پورتنۍ دعوا د ګڼو دلایلو پر بنا یو مخ باطله او غلطه ده. ځکه ښکاره ده چې که د مخالفینو د شتون خبره وي نو یقیناً زموږ هم ډېر مخالف کسان پنجاب کې دېره دي. مطلب دا چې د دوو ګاونډیانو په توګه به خامخا یو شمېر کسان یو او بل ته ورځي او په څه وجه به هلته پنا اخلي. البته جنګ جګړې او بیا شدت او زیاتوالی پکې راتلل یقیناً خپل جلا ځانګړي عوامل لري او هغه دا چې مثلاً دلته شل کاله بهرني ځواکونه دېره او ټول لویدیځ له نظامي، مالي او سیاسي پلوه په کې ښکېل او په یوه پراخه جګړه یې لاس پورې کړی و چې افغانستان او پاکستان دواړو هېوادو کې پرته له څو اجیرو ټولګیو نور ګرد سره ولسونه یې دښمنان او مخالفین وو. خو څرنګه چې هغه مهال نظامي د باو ډېر زیات او په معمولي مخالفت سره یو کس هم د بهرنیانو او هم یې د کورنیو بړیڅو له خوا تر برید لاندې نیول کېده، ځکه خو معلومه ده چې د بهرنیانو تر وتلو او د هغوی د نظامي او مالي امکاناتو له کمېدو وروسته به خامخا یاد مخالفت کې زیاتوالی او پرمختګ راغلی وي. خو له بده مرغه د پاکستان عسکري او سیاسي مشرانو دغه عوامل له پامه غورځولي او یوازې د اسلامی امارت پرملامتولو یې تمرکز کړی.

حال دا چې په دې ډول به یې هیڅکله کومه ستونزه حل هم نه شي. البته زیات احتمال دا هم شته چې د دوی اوسنی بد چلند به پر یوې ملي دښمنۍ بدلېږي او ان راتلونکي نسلونه به هم ترې اغېزمنېږي. نو ښه به داوي چې د پاکستان د حکومت مشران پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button