سرلیکنې

پاکستان ته د بهرنيو چارو د وزير له لاسته راوړنو ډک سفر!

د افغانستان داسلامي امارت د بهرنيو چارو دوزير مولوی امير خان متقي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د روانې اوونۍ په پيل کې په څلور ورځني رسمي سفر ګاونډي هېواد پاکستان ته  ولاړ او هلته يې د ډيالوګ په پنځمه درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان داسلامي امارت د بهرنيو چارو دوزير مولوی امير خان متقي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د روانې اوونۍ په پيل کې په څلور ورځني رسمي سفر ګاونډي هېواد پاکستان ته  ولاړ او هلته يې د ډيالوګ په پنځمه درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

له غونډې وروسته د چين او افغانستان د بهرنيو چارو دوزيرانو له لوري په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ټينګار شوی، چې يو سوله ييز، باثباته او سوکاله افغانستان د سيمې په مشترکه ګټه دی، په اعلاميه کې دغې مشترکې موخې ته د رسېدو لپاره د درې اړخيزو همکاريو پر ډېرولو ټينګار شوی دی.

درېواړو خواوو ژمنه کړې، چې د متقابل درناوي، مساوي مشورو او متقابلو ګټو پر بنسټ به په امنيتي، پراختيايي او سياسي برخو کې خپلې همکارۍ لا ژورې او پراخې کړي.

درېواړو خواوو له هغو امنيتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتيا تاکيد وکړ ،چې د سيمې او نړۍ امنيت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سيمې پر ثبات او اقتصادي هوساينې مستقيمه اغېزه کوي.

په افغانستان کې د اقتصادي فعاليتونو د رامنځته کولو پر اړتيا د ټينګار په ترڅ کې، ټولو لوريو د افغانستان د اقتصاد د بيا ژوندي کېدو د حقيقي لارو د لټولو پر اهميت تاکيد وکړ. په همدې موخه، ټولو وزيرانو موافقه وکړه ،چې د افغانستان د بيارغونې، صنعتي کولو او د کار پيدا کولو په هدف د درې اړخيزې پانګونې د امکاناتو د لټولو په برخه کې د لا زياتو مرستو په اړه غور وکړي.

د افغانستان له خلکو سره د يووالي په څرګندولو سره، درېواړو خواوو د بشري عملياتو لپاره د ملاتړ د تشو پوره کولو په شمول د افغانستان له خلکو سره د دوامداره او بيړنيو بشري مرستو پر اهميت ټينګار وکړ.

خبر پاڼه کې د سيمه ييز اتصال د مرکز په توګه د افغانستان له ظرفيت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخيستنې په اړه هوډ يو ځل بيا تکرار شوی او د يو کمربند او يوې لارې د نوښت (BRI) تر چتر لاندې د درې اړخيزو همکاريو د لا پراختيا او په ګډه د چين – پاکستان اقتصادي دهليز افغانستان ته د غځولو په اړه پر خپلو ژمنو بيا ټينګار شوی.

دغه راز له نړيوالې ټولنې څخه افغان حکومت سره د رغنده تعامل، د نشه يي توکو په وړاندې پر مبارزې او په با عزته توګه د کډوالو بېرته راستنېدلو کې د پراخو مرستو غوښتنه شوې ده.

د ښاغلي متقي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي په دغه سفر کې نه يوازې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړې، بلکې د بيلابيلو سياسي ګوندونو له مشرانو سره يې هم غونډې درلودې.

په ټوليزه توګه د افغان پلاوي دغه سفر له لاسته راوړنو ډک و، خو د سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو د لا پراختیا لپاره نور هم ډېر کار ته اړتيا ده او بايد په دې برخه کې نړۍ او اسلامي امارت خپلو مسولیتونو ته ډېره پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button