
پاکستان بل څه نه ، یوازې خپل کرلي ریبي !
ښايي هغه ورځې به د ټولو په یادوي چې امریکايي کبرجنو واکمنانو د افغانستان پرخلاف پرته له څه جرمه د یو ستر صلیبي جنګ اعلان وکړ او له ګردې نړۍ يې وغوښتل چې یابه له دوی سره اوږه پر اوږه درېږي او یا به د دوی پر خلاف ګڼل کېږي ،هماغه وو چې زموږ د مسلمانو ګاونډیو په شمول د نړۍ لسګونو هېوادونو له صلیبيانو سره د حشر ملا وتړله او ځاني، مالي ،استخباراتي او نورې هراړخیزې مرستې يې ورسره پیل کړې، خو دا واقعیت له هېچا پټ نه دی چې د پاکستان واکمن بیا په دې ملګرتیا کې تر بل هر چا زیات جدي او مخلص وو، تر دې چې همیشه او ان لاتر اوسه هم په ډېر افتخار نارې وهي چې د دوی په وینا له ترهګرۍ سره د جګړې په ړومبۍ کرښه ولاړ دي البته د دې ترهګرۍ حقیقت دل مر په شان روښانه او څرګند و، یعنې د افغانانو او ټولو هغو مخصلو مؤمنانو پر خلاف جګړه کول څوک چې د امریکې له غلامۍ انکارکوي له بده مرغه زموږ مسلمان ورورګاونډی پاکستان په همدغه ظالمانه کفري یرغل کې په ډاګه د هماغه قادر جل جلاله د دښمنانو ترڅنګ ودرېد، د څو ناچیزه پیسو په هيله يې خپله پاکه خاوره کې هوايي اډې ورکړې، تر شلو کلونو د صلیبي لښکرو د اکمالاتو لپاره هوايي او ځمکنۍ لارې ورکړې د هغوی دفاع او څوکیداري يې کوله، په زرګونو مؤمنان يې را ونیول ويې وژل، زندان ته یې واچول او ژوندي لاس تړلي يې د الله تعالی په دښمنانو خرڅ کړل ، خپلې … 7مخ
مدرسې او جوماتونه يې بمبارد کړل او هر هغه څوک يې تر برید لاندې ونیول چا چې د حکومت د دغې تګلارې مخالفت کاو،تردې چې خپله د همدوی د اعترافاتو په حواله د ترهګرۍ په دغه جګړه کې يې لسګونه زره وګړي وژل شوي چې طبعاً پوځي ،ملکي ،عوام ،خواص ،علما او طالبان ټول په کې شامل دي.
مقصد دا چې پاکستاني واکمنو د یرغل په هغه زمانه کې داسې کانې وکړلې چې هېڅ صورت نه شي توجیه کېدی، ځکه تر شلو کلونو يې خپله ځمکه او فضا د افغانانو د دښمن خدمت ته وقف کړې او د ګاونډیتوب عرف يې یو مخ له منځه وړی ؤ، خو څرنګه چې دا ډول چلند هېڅ مسلمان ته د منلو وړ نه دی، ښکاره ده چې د پاکستان عام ولس هم د خپل حکومت په دې پالیسۍ کاملاً ناخوښه و او حتماً يې مخالفت کاو، خو حاکمانو يې د هماغو صلیبيانو په تعبیر همدې مخالف ته د ترهګرۍ نوم ورکړ او لاهم لیګا دي په دې جرم او همدې فتوا د خپل رعیت پاک زړي مؤمنان وژني او سزا ورکوي.
په هر صورت د افسوس خبره داده چې اوس يې د حکومت مشران په تېرو شلو کلونو کې خپلې ټولې کړنې له یاده باسي د خپل رعیت د خواشینۍ ،عکس العمل ،حساسیت او مخالفت لامل بیا هم افغانان بولي، د اسلامي امارت پر خلاف غرضي او حسدانه څرګندونې کوي، د عامو افغانانو لکه سوداګرو، مسافرو او مهارو د ځورولو او زیانمنولو یوه نوې لړۍ يې پیل کړې او ان له ډیورنډ فرضي کرښې راپورې يې لاس اچولو ته ملا تړلې، پرته له شکه چې د پاکستان واکمنو دا ډول چلند یو مخ د دواړو ملتونو په سخت زیان تمامېږي اوباور دی چې دغه شان چلند سره به يې خپلې امنیتي ستونزې لا زیاتې او اقتصادي مشکلات نور هم ژور شي.
پر دې اساس دګرد افغان ولس حکومت او رعیت جدي غوښتنه دا ده چې پاکستاني حکمرانان دې په خپلو ستونزو له سره بیا کتنه وکړي، پرموږ دې ملامتیا نه را اچوي او د افغانانو د ځورولو پرځای دې ملګرتیا او اقتصادي تعامل ته را مخکې شي،ځکه دا واقعیت خو د پاکستان ټول ملت ته هم دلمر په شان څرګند دی چې له منځنۍ آسیا تر پاکستان او هنده خورا سترې اقتصادي پروژې يوازې د پاکستان ملګرتیا او مثبت دریځ پورې ایسارې او موقوفې دي، داسې ګټیالۍ پروژې چې نه یوازې د افغانستان ولسونه بلکې ټوله سیمه ورسره بسیا اوسوکاله کېدی شي، خو بیا هم ډېر افسوس دی چې پاکستاني حاکمان نه د خپل تېر سیاست ارزونه کوي او نه د راتلونکې لپاره مثبت ګام اخلي ،بلکې پړه پر موږ اچوي او د سیمې د سوکالۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي، خوحقیقت نه پټېږي اوهرڅوک پوهېږي چې دوی يوازې خپل کرلي ریبي!