
پاکستاني واکمنان د پرنګي پر تګلاره !
لکه چې د پاکستان سیاسي او نظامي واکمنوان د خپل حکومت د تأسیس له ړومبۍ ورځې راهیسې بیا تر ننه همېشه دا خبره په وازه خوله تکرار کړې چې هغوی د بریتانیې وارثان دي، په رښتیا سره یې هم تېرو شپږ اویا کلو کې دا خبره په عمل کې ثابته کړې او واقعاًیې افغانانو سره هماغه د پرنګي لاره تعقیب کړې ده
لکه چې د پاکستان سیاسي او نظامي واکمنوان د خپل حکومت د تأسیس له ړومبۍ ورځې راهیسې بیا تر ننه همېشه دا خبره په وازه خوله تکرار کړې چې هغوی د بریتانیې وارثان دي، په رښتیا سره یې هم تېرو شپږ اویا کلو کې دا خبره په عمل کې ثابته کړې او واقعاًیې افغانانو سره هماغه د پرنګي لاره تعقیب کړې ده- مثلاً د افغانستان هغه پراخه سیمه چې انګریزانو اشغال کړې وه، د انګریزانو له وتلو وروسته لا هم د پاکستاني واکمنو تر غصب لاندې ده- دویمه بېلګه بیا پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال د دوی هغه پالیسي تعقیبول دي چې اصلاً هماغو پرنګیانو ترسیم کړې او دوی ګام پر ګام تطبیقوله، هغه مهال دوی د شورویانو د ظلم وزیاتي له امله بې ځایه شویو افغانانو ته لارې پرانیستې او د غربیانو د مرستو سرخاني یې کوله خو ورسره یې بیا په افغانانو کې د مختلفو ډلو جوړولو انګریزي پلانونه هم په خورا دقیق او منظم ډول پرمخ بیول- دغه راز دریم مثال یې بیا د امریکې او ناټو د یرغل او شل کلن اشغال په زمانه کې وګورئ چې څرنګه یې یرغلګرو صلیبیانو ته خپل کور کې پوځي اډې ورکړې او تر شلو کلو یې د هغوی د ټولو نظامي اکمالاتو لپاره پوره تسهیلات برابر کړي وو- څلورمه بېلګه یې زموږ له هېواده د صلیبی لښکرو تر وتلو وروسته د پاکستان چلند دی. په دې معنا چې که اوس موږ سره غرب جوړ نه دی نو پاکستاني واکمن هم له موږ سره هماغه د غرب له دښمنۍ ډکه پالیسي تعقیبوي- نو لکه څنګه چې غربیانو پر موږ اقتصادي او سیاسي بندیزونه لګولي، همدغه شان دوی هم په سوداګرۍ کې موږ ته هره ورځ په میلیونو زیانونه را اړوي په همدې توګه تر دې ورها خوا په سیاسي ډګر کې زموږ د بدنامولو هڅې کوي او بالآخره دادی اوس یې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پر ظالمانه اقداماتو لاس پورې کړي او خورا سختې ستونزې یې جوړې کړې دي- په داسې حال کې چې دا ډول چلند نه یوازې له مسلمانۍ او اسلامی اخوت سره منافی دي، په مطلق ډول د ګاونډیتوب له عرف سره هم کاملاً په ټکر کې دی- لنډه دا چې د اشغال ترخاتمې وروسته ټول افغان ملت دا هیله لرله چې ګرده اسلامی نړۍ خصوصاً ګاونډي مسلمان هېوادونه به یې د برحقې مبارزې او قربانۍ درناوی وکړي، له بده مرغه دوی هم ځانونه د هماغو شړل شویو صلیبیانو په څېر خوابدي او مرور واچول- په هر صورت لکه د نړۍ ډېرو بدماشانو ته چې اوس د افغانانو مېړانه او شهامت په ثبوت رسېدلي، ګاونډیانو ته هم په کار ده چې په دې اړه دومره بې پروايي و نه کړي- کېدی شي یوه داسې ورځ هم راشي چې افغانان له نورو سره د مساوي حساب کتاب غوښتنه وکړي. خدای دې وکړي چې ګاونډیان مو د شپو ورځو د بدلون اصل له پامه ونه غور ځوي.